تیره میاشت ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان په اړه خپله نوې تګلاره اعلان کړه چې د نوموړي په وینا مقصد یې هغو طالبانو ته ماتې ورکول دي کومو چې په افغانستان کې خونړي بریدونو ته دوام ورکړی.
جېمز مېټیس خبریالانو ته وویل هغه د دغو ځواکونو کره شمیره په ډاګه کول نه غواړي خو دومره به ووايي چې له ۳۰۰۰ زیات پوځیان افغانستان ته استوي.
د نوموړي په وینا زیاتره پوځیان یې افغانستان ته پر لاره دي او ځینې نورو ته یې هم د تللو امر شوی دی.
خو د جېمز مېټس په وینا ، له دې زیات معلومات ځکه نه ورکوي چې هسې نه دښمن ته ترې ګټه ورسي.
امریکا د ناټو پر ملګرو هېوادونو هم ټینګار کوي چې په افغانستان کې دې د خپلو ځواکونو شمیره زیاته کړي.
په افغانستان کې لا له وړاندې خوا اوشا ۱۱۰۰۰ امریکايي عسکر موجود دي.