د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مردان کې د کېنسر روغتون جوړېږي


د پاکستان وفاقي حکومت په مردان کې د کینسر هسپتال جوړوي.

دې لړ کې د پاکستان د اېټمي توانايي کمیشن له باچاخان میډیکل کالج سره مفاهمت لاسلیک کړی دی.

د یاد کالج یو چارواکي ډاکټر محمد اسرار تیره ورځ په دې اړه مشال ریډیو ته وویل د دغه هسپتال لپاره ۶۰ کناله زمکه مختص کړل شوې ده.

نوموړی وايي د دې هسپتال په جوړیدو به په نورو هسپتالونو د ناروغانو ګڼه ګوڼه کمه شي.

دا مهال په پیښور کې د کینسر د علاج لپاره دوه هسپتالونه شته چې پکې د قبایلي سیمو او خېبرپښتونخوا د ناروغانو علاج کیږي.

XS
SM
MD
LG