د پاکستان د مخکیني وزیر اعظم نواز شریف مېرمن کلثوم نواز په لاهور کې په هغه انتخاباتي حلقه کې چې د نواز شریف تر نااهله ولو وروسته یې په پارلمان کې څوکۍ خالي شوې وه، ټاکنې ګټلي.
دغه ضمني ټاکنې چې د یکشنبې په ورځ ترسره شوې، د واکمن ګوند مسلم ليګ "ن" له خوا د کلثوم نواز، د تحريک انصاف ډاکټر ياسمين رشيد او د پيپلز ګوند فیصل میر مهم په ګډون ورته لسګونو کسانو ځانونه کانديد کړي ول، خو تر ټولو سخته مقابله د مسلم لیګ ن او تحریک انصاف د کاندیدانو ترمنځ وه.
که څه هم د انتخاباتو کمېسیون لا تر دې دمه په رسمي ډول د دغو ټاکنو وروستۍ پایله نه ده په ډاګه کړې، خو د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې:
"په لاهور کې د پارلمان د ۱۲۰ حلقې «NA 120» په ۲۲۰ مرکزونو کې خلکو رأیه اچونه وکړه چې په نتیجه کې د مخکیني وزیر اعظم نواز شریف مېرمن کلثوم نواز تر ۶۱۷۴۵ زرو زیاتو رایو په ګټلو لومړی او د تحریک انصاف ګوند کاندیدې ډاکټر یاسمین رشید د شاوخوا ۴۷۰۹۹ زرو رایو په ګټلو دوېم ده."
د نواز شریف لور مریم نواز پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په لاهور کې یې د خپل ګوند له پلویانو سره یوځای د بري جشن لمانځلی دی.
د پاکستان په ملي پارلمان کې د دې هېواد د مخکیني وزیر اعظم نواز شریف څوکۍ تر هغه وروسته خالي شوې وه چې سترې محکمې [سپریم کورټ] په جولای کې نوموړی نا-اهله وګرځاوه او له دندې یې ګوښه کړ.
پر نوموړي او کورنۍ یې تورونه دي چې له هېواده بهر یې پټې شتمنۍ لرلې.
په لاهور کې د پاکستان د پارلمان ۱۲۰ حلقه له پخوا راهیسې د پاکستان مسلم لیګ ن پیاوړی مرکز ګڼل کېږي چې څو ځلې پکې نواز شریف کامیابه شوی دی.
د ۲۰۱۳میلادي کال په عمومي ټولټاکنو کې هم د نواز شریف مقابله د تحریک انصاف ګوند له همدې کاندیدې ډاکټر یاسمین رشید سره وه.
نوموړې په هغه وار هم هم ماته خوړلې وه.
راپور: ذبیح مومند