د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست ښار کې چاودنه، ۱۸ مړه او ژوبل


خوست کې چاودنه
خوست کې چاودنه

خوست ـ نن د یکشنبې په ورځ د غرمې دوولس بجې د خوست ښار حمام مارکيټ کې چاودنه شوې، چې له کبله يې ۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

د خوست د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر ګل محمدالدین محمدي مشال راډیو ته وویل چې د پیښې ټپیان د ښار خصوصي روغتونونو ته لیږدول شوي او تر جدي پاملرنې لاندې دي.

ګل محمدالدین محمدي وايي، چې د پيښې له ځایه درې مړي د بادشاه زار عبدالي روغتون او یو مړی هم د ببریګل کمکي روغتون ته لیږدول شوی دی.

ده وویل، د پيښې قربانیان ټول ملکي وګړي دي.

بلخوا د خوست د والي ویاند مبارزمحمد ځدراڼ وايي، چې پيښه د حمام مارکيټ په لاندې پوړ کې د ځای پر ځای شویو باروتو له وجې شوېده.

ځدرآن هم په پيښه کې د وژلو شویو او ټپیانو یاده شمېره تاییدوي او وايي، چې د چاودنې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.

یاده دې وي چې د خوست حمام مارکیټ چې ښاروالۍ ریاست پورې اړه لري، د موبایلو، سي ډیو او کمپیوټرونو د دوکانونو تر ټولو ستر مارکیټ دی، چې د همدې توکیو ډیر شمیر ورکشاپونه هم په کې دي.

د ښار د نورو مارکیټونو په پرتله په حمام مارکیټ کې په ځانګړي ډول د ځوانانو ډېره ګڼه ګوڼه وي.

د برید ذمه واري تر اوسه چا نه ده قبوله کړې.

XS
SM
MD
LG