د لاسرسي ځای

چين او روس د شمالي کوريا پر ضد د اقداماتو په اړه د امريکا وړانديز رد کړ


چین او روسیې د امریکه هغه وړانديز رد کړې دی په کوم کې چې د شمالي کوریا پر ضد د نېغ په نېغه ګام پورته کولو ویل شوي و. دواړو ېیوادونو ویلي دي چې واشنګټن د شمالي کوریا له خوا د خطر د مخنیوي لپاره باید دا معامله د خبرو اترو له لاری هواره کړي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نیبینزوف ویلي دي روسیه به روانه اوونۍ پر پیانګ یانګ د امنیتي شورا له خوا اعلان شوي بندیزونه عملي کړي خو له دغه وړاندی به لاړ نه شي. پرون (جمعه) د امنیتي شورا له غونډې وروسته نوموړي وویل د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا قرارداد د بحران د هواري لپاره له شمالي کوریا سره د مذاکراتو غږ هم کوي او باید واشنګټن دغه غږ ته درناوی وکړي.

په امریکه کې د چین سفیر سیو تیانکۍ پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل امریکه باید د نور دړکو ورکولو نه ډډه وکړي او د خبرو اترو د بیا پېل کولو په غرض د قوي لارو موندلو لپاره کار وکړي.

XS
SM
MD
LG