د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر متون غونډۍ دې کورونه نه جوړېږي. خوستي فعالان


Afghanistan --Matoon is Picnic Place in Khost ,14 sep 2017
Afghanistan --Matoon is Picnic Place in Khost ,14 sep 2017

د خوست مدني فعالان او د بېلابېلو ټولنیزو سازمانونو غړي غوښتنه کوي چې د خوست ښار د متون بابا د غونډیو سلسلې چې د ښار په ماسټر پلان کې شنې او ځنګلیزې ساحې دي، ولایتي اداره دې په هغه کې د کورونو د وېش لپاره پلان نه جوړوي.

د خوست د مدني فعالانو سره په شنو ساحو کې د کورونو د جوړولو په اړه هغه وخت انديښنې پیدا شوې چې د خوست ښار په ماسټر پلان کې د ځینو تغیراتو لپاره د افغانستان د ښار او کور جوړولو وزارت یو تخنیکي پلاوی خوست ته ولاړ.

نن د پنجشنبې په ورځ د خوست مدني فعالانو د ښار جوړونې وزارت له تخنیکې پلاوي سره د لیدنې پرمهال هغوی ته وویل، خوست ښار د شنې او ځنګلیزې ساحې په نوم یوازې د متون بابا د غونډیو سلسلې لري چې اوس مهال ورته هره ورځ د مازدیګر له خوا زرګونه اوسیدونکي له خپلو ګاډو سره یو ځای تفریح لپاره ورځي.

لیکوال او مدني فعال زاهدشاه انګار د پلاوي سره د دوی د لیدنې په باب ازادي راډیو ته وویل:

"خوست ښار یوازې یوه شنه او ځنګلیزه ساحه لري چې هغه د متون بابا د غونډیو سلسلې دي، موږ د خوست ټوله مدني ټولنه، مشران او ځوانان به تر هغې خپله مبارزه جاري وساتو، تر څو دا سیمې په خپل حال د شنو ساحو په حیث پاتې شي، که زموږ غږ دلته وانه ورېدل شي، موږ به په خپله رئيس صیب جمهور ته هم دا غږ او انديښنه ورسوو."

مدني فعال امیر بهیر وايي، چارواکي غواړي شنې ساحې په کورونو بدلې کړي، خو دوی د دې کار مخالف دي:

"هغه ساحې چې د شنو ساحو په نوم نومول شوي دي، هغه تپې دي چې د متون په نوم یادېږي چې خوست ښار ته يې ډېره ښکلا ورکړې ده، چارواکي غواړي په دې کې نومرې وویشي، موږ ټول خوست میشتي ولسونه، مدني فعالان، د دې کلک مخالف یو، هېچا ته به اجازه ورنه کړو چې د خوست په شنو ساحو کې د شخصي ګټو په خاطر رهایشي نمرې جوړې کړي."

یو بل تن ځوان مدني فعال هم ورته نظر لري او زیاتوي:

"یعقوب جان ستوری یم، د خوست یو تن مدني فعال، زموږ غوښتنه دا وه چې د متون بابا د غونډیو د سلسلو هغه برخې چې له اوله شنې ساحې دي او له پخوا نه په ماسټر پلان کې موجودې دي، هغه موږ په هيڅ قیمت چاته نه ورکوو چې څوک په کې رهایشي سیمه جوړه کړي او د کورونو او نمرو لپاره يې توضیع کړي."

بل لوري ته راغلي پلاوي او د خوست د ښار جوړونې ریاست چارواکو فعالانو ته ډاډ ورکړ چې دوی به نه یوازې شنې ساحې د استوګنې په سیمو بدلې نه کړي، بلکې د ښار یو شمېر نورې ارزښتمنې سیمې به هم په ماسټر پلان کې خوندي کړي.

د خوست د ښار جوړونې رئيس انجینر ابراهیم الله ولي زی د مدني فعالانو د انديښنې په باب وايي، دوی هم نه پریږدي چې د ښار یاده شنه او ځنګلیزه ساحه ماسټر پلان کې په رهایشي سیمه بدله شي.

ښاغلی ولي زی زیاتوي:

"خوستوالو ته زه ډاډ ورکوم، هغه تشویشونه چې د متون په غونډیو کې د کورونو د جوړولو په باب موجود دي، هغه به نه کیږي، د خوست شنې او ځنګلیزې ساحې به په رهایشي نه تعدیلیږي."

د خوست ښار د ماسټر پلان لپاره د ګمارل شوي پلاوي مشر او د ښار جوړونې وزارت تخنیکي سلاکار خواجه جاوید صدیقي وايي، دوی نه یوازې د متون شنو ساحو ته په انديښنه کې دي، بلکې ټولو هغو حساسو سیمو ته به هم پام کوي چې د ښاري او چاپیریالي شرایطو له پلوه ارزښتمنې دي، دا ټول سیمې به په پلان کې خوندي کیږي او د تخریب مخنیوی به يې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې پخوا هم د اړوندو چارواکو لخوا داسې ژمنې شوې وې، خو خوستوال وايي چې دوی به د متون بابا غونډۍ د سلسلو د شنې او ځنګلیزې ساحې د ژغورنې لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG