د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: قوماندان ایوب حسین خېل له بمي بریده ژوندی وتلی


د ننګرهار چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل چې په ختیځ کې د سرحدي پولیسو د قوماندان جنرال محمد ایوب حسین خیل له یوې بمي چاودنې ژوندی راوتلی دی.

دوی وايي د ښاغلي حسین خېل موټر د سرک د غاړې په ځای پر ځای شوي ماین ورختلی چې په نتیجه کې یې نوموړي ته څه ډول تاوان نه دی رسیدلی خو یو ساتونکی، یوه لاروۍ مېرمن او یوه ماشومه ژوبل شوي دي.

په دې پېښه کې درې کسان ژوبل شوي، حسین خېل بچ دی.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطا الله خوږیاڼي مشال راډیو ته وویل، په ختیځ کې د سرحدي پولیسو قوماندان جنرال محمد ایوب حسین خېل تېره ورځ کونړ ولایت وټپور ولسوالۍ کې له وسله والو مخالفینو سره تر جګړې وروسته په ننګرهار کې سرحدي لوا ته را ستنیدو، چې د بهسودو ولسوالۍ په بنغرو سیمه کې همیم صیب مدرسې ته نږدې ورته د پلچک لاندې ماین ځای پر ځای شوی و، چې د نوموړي په موټر یې چاودنه وکړه.

د پېښې د ټپيانو روغتیایي حالات د ډاډ وړ ښودل شوی دی. د پېښې مسوولیت تر دې دمه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG