د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر: د موسیقۍ سامان سوځوونکي ملا بخښنه وغوښته


محمد الیاس بنوري پر دې موقع په سیمه کې د موسيقۍ پر پروګرامونو د بندیز اعلان هم کړی وو.

د خيبر ايجنسۍ لواړګي مرستيال پوليټېکل ايجنټ د يوې مدرسې منتظيمينو لخوا د موسيقۍ الاتو سوزولو وروسته ويلي دي چې هيچاته به د قانون په خپلو لاسو کې د اخیستو اجازه ورنه کړي.

دا خبره د شنبې په ورځ د خیبر ایجنسۍ لواړګي مرستیال پولیټیکل ایجنټ نیاز محمد له دفتره په خپرې شوې خبر پاڼه کې شوې ده.

خبرپاڼه د مرستیال پولیټیکل ایجنټ نیاز محمد له خولې لیکي چې د یوې ځايي دیني مدرسې بنوریه منتظمینو د موسیقۍ د الاتو په سوزولو بخښنه غوښتې ده.

د نیاز محمد په وینا ، د مدرسې منتظم محمد الیاس بنوري عرف خان لالا او د هغه کسانو نه یوازې بخښنه غوښتې ده بلکې په راتلونکي کې یې د داسې کار نه کولو ضمانت هم ورکړی دی.

دا له هغه وروسته ده چې د بنوریه نومي دې مدرسې منتظم محمد الیاس بنوري عرف خان لالا او د هغه کسانو تیره ورځ په لواړګي کې د موسیقۍ یو پروګرام بند کړو او د هنرمندانو موسيقۍ الات يې وسوزول.

محمد الیاس بنوري پر دې موقع په سیمه کې د موسيقۍ پر پروګرامونو د بندیز اعلان هم کړی وو.

XS
SM
MD
LG