د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا افغان ځواکونو ته ۱۵۰ هلیکوپټرې ورکوي


د امریکا متحد ایالتونه افغان هوایي ځواکونو ته یو نیم سل (اېم ډي پنځه سوه دیرش ایف ) هیلکوپتر ورکوي.

تمه ده چې دا الوتکې د دوه زره نولسم کال تر سیپټمبر پورې چمتو شي. له دې سره به د افغان ځواکونو د ټولو اېم ډي پنځه سوه دېرش ایف ایس الوتکو شمېر یو سل او اتیا ته ورسېږي.

د امریکا دفاع وزارت د سې شنبې په ورځ اعلان کړی و چې د یو اعشاریه اته دېرش میلیارډه ډالرو د ایم ډي هلیکوپټرو یو تړون یې لاسلیک کړی دی چې د دې تړون له مخې به یو نیم سل ایم ډي پنځه سوه دېرش ایف ډوله هلیکوپتر افغان ځواکونو ته وسپاري.

د تړون له مخې به له دې هلیکوپټرو سره د خدماتو، پروګرامونو، د پرزو د ورکړې، د پیلوټانو د روزنې او د الوتکو د ترمیم چارې هم شاملې وي.

دغه ټولې چارې به تر دوه زره دوه ویشتم کال پورې بشپړې شي. البته دا تړون په څو مرحلو کې تکملېږي، لومړۍ مرحله به چې ارزښت یې یو سل او اووه اویا میلیونه ډالر اټکل شوی دی، د دوه زره نولسم کال تر سیپټمبر پورې بشپړه شي.

MD-530F یو ماشینه هلیکوپتر دي چې له ځان سره ۱۴۹۶کیلو ګرامه وزن پورته کولی شي.

د دغو الوتکو سرعت په هر ساعت کې ۲۰۳ کیلو متره دی.

دا هليکوپټر پر له پسې ۴۳۵ کیلو متره مزل کولی شي او دغه راز دا وړتیا لري چې ۱۶ زره فوټه لوړې شي.

له لویه سره ټاکل شوې ده چې د امریکا متحد ایالتونه د افغانستان پر هوایي ځواکونو اووه میلیارډه ډالر مصرف کړي.

د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره میاشت نوې ستراتیژي اعلان کړه.

تر دې ستراتیژي راوروسته له افغانستان سره د دې هلیکوپټرو د مرستې اعلان شوی دی.

په ورته وخت کې واشنګټن ژمنه کړې ده چې افغانستان ته نور په زرګونو پوځیان واستوي.

XS
SM
MD
LG