د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: په سیورینځ کې څلور کانکېندونکي مړه او دوه بې هوشه


د بلوچستان په سنځیدۍ سیمه کې د سکرو په یوه کان کې زهرجن ګیس څلور کانکېندونکي وژلي دي او دوه نور یې بې هوشه کړي دي. د پېښې اغېزمن د خیبر پښتونخوا په سوات کې د شانګلې اوسېدونکي دي.

پېښه د جمعې په ورځ له کوټې ۶۰ کلومیټر لیرې ختیځ لور ته دسورینځ په سنځیدۍ سیمه کې رامنځ ته شوې ده. د مشال راډيو خبریال ایوب ترین د چارواکیو له خولې وايي چې انتظامي کارکوونکیو مړي او بې هوشه کسان له کانه را-اېستلي دي.

د کانکېندونکیو اتحادیې یوه مشر بخت الله مشال راډيو ته وویل چې په پېښه کې بې هوشه شوي کسان یې د علاج لپاره د کوټې روغتون ته لېږدولي دي. نوموړي وویل چې د وژل شويو څلورو کسانو مړي ترقانوني کاروايي وروسته خپلو پلرګنیو سیمو ته استول کېږي.

د یادولو ده چې له سکرو او نورو معدنیاتو ډکه بلوچستان صوبه بیا بیا له دغه ډول پېښو سره مخامخېږي چې د کانکېندونکیو په وینا د دوی د ژغورنې بندوبست د نېشت برابر دی.

XS
SM
MD
LG