د لاسرسي ځای

تازه خبر

'افغانستان کې شخړو بې سوادي زېږولې'


د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال وایي، په افغانستان کې د بې سوادي کچه لوړه شوې او یو اصلي علت یې هم نا امني ده.

سروردانش دا څرګندونې د سواد د نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل کې یوې جوړې شوې غونډې ته وکړې.

دانش وویل، د افغانستان په سلو کې شاوخوا ۶۵ خلک بې سواده دي چې د ده په وینا دا یوه لویه ستونزه ده.

د ملګرو ملتونو علمي او کلتوري اداره یونېسکو سږ ۲۰۱۷ کال د سواد نړیواله ورځ د سېپټمبر پر اتمه په پاریس کې په خپل مرکزي دفتر کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې لمانځي.

یونېسکو غواړي چې خلک د سواد په برخه کې کومو مهارتونو ته اړتیا لري چې وکولی شي د نننۍ د مخ په ودې ډیجیټالي ټولنې له وسایلو کار واخلي.

یونېسکو: لاهم ۱۱ میلیونه افغانان له بې سوادیه کړېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:48 0:00

دغه راز دا اداره غواړي د سواد په برخه کې خپلې پالیسۍ او پروګرامونه اغېزمن کړي چې وکولای شي له دغه نفوذه چې الکترونیکي یا ډیجیټل ټکنالوژي یې نن په نړۍ کې لري، استفاده وکړي.

افغانستان د ملګرو ملتونو د دغې علمي او کلتوري ادارې یو سابقه لرونکی غړی دی.

دې هېواد د ۱۹۴۸ کال د مې په څلورمه د دې ادارې غړیتوب ترلاسه کړی دی.

افغانستان د یونیسکو ادارې یو سابقه لرونکی غړی دی.
افغانستان د یونیسکو ادارې یو سابقه لرونکی غړی دی.

په هغو ارقامو کې چې یونېسکو په خپله ویب‎پاڼه کې د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې د سواد د کچې په اړه ايښي، لیدل کېږي چې په افغانستان کې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د لویانو د سواد کچه په سلو کې څه کم ۳۲ ده، په دې معنی چې هغه کال په دې هېواد کې په سلو کې څه باندې ۶۸ لویان له لیک لوست څخه نه و برخمن.

د دغو احصایو له مخې د ځوانانو وضعیت یو څه ښه دی یعنې په سلو کې ۴۷ ځوانه طبقه، له لیک لوست څخه برخمن دي.

د افغانستان ځوانه طبقه هم تر نورو زیات نن ورځ له الکترونیکي یا ډیجیټلي وسایلو کار اخلي او هغه هم په ټولنیزو رسنیو په تیره بیا فیسبوک کې ډېره کاروي.

په افغانستان کې له ۲۰۱۱ میلادي کال راهیسې هم د پوهنې په تېره بیا د بې سوادي د له‎منځه وړلو په برخه کې کوم د پام وړ پرمختګ نه‎دی شوی، بلکه لیدل شوي چې په ډېرو ولایتونو کې د ناامنیو د زیاتوالي له امله په لسګونو او سلګونو ښوونځي تړل شوي او په سلګونو زره ماشومان له زده کړې بې برخې شوي دي.

د راپورونو له مخې یوازې په هلمند ولایت کې له دوه لکو زیات ماشومان ښوونځي ته له تلو بې برخې دي.

XS
SM
MD
LG