د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان واشک کې برید، یو کرنل او دوه سرتېري وژلي


د بلوچستان په پنجګور ولسوالۍ کې د ناڅرګندو وسله والو کسانو په یوه برید کې د پاکستان پوځ د یوه کرنل په ګډون درې سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

امنیتي چارواکي وايي بېګاه ماښام د پنجګور او واشک ولسوالۍ ترمنځ د شنګر په سیمه کې د سرحدي عسکرو پر یوه کاروان له وړاندې سنګر نیولو کسانو ناڅاپه برید وکړ چې پکې عسکرو ته د سر او مال زیان واوښتلو.

په سیمه کې د جګپوړو چارواکیو په وینا په برید کېکرنل عامر او دوه نور عسکر وژل شوياو درې ټپیان دي.

د راپورونو له مخې ګڼ سرحدي عسکر او انتظامي چارواکي د پېښې ځای ته رسېدلي دي او د مشکوکو کسانو د پلټنې لپاره یې عملیات پیل کړي دي. تر ورستيو اطلاعاتو پورې هېڅوک هم نه نیول شوی او نه هم هېڅ یوې ډلې د برید ذمه واري منلې.

د یادولو ده چې په دغه سیمه کې وړاندې هم پر امنیتي عسکرو دغه ډول بریدونه شوي دي چې تر ډېره یې زمه داري بلوڅو وسله والو ډلو پر غاړه اخېستې ده.

په کوټه کې د بلوچستان اعلا وزیر نواب ثناء الله زهري د پېښې په کلکه غندنه کړې او دا یې د وسله والو ډلو له لوري یو ډارن عمل بللی دی. هغه ویلي سرحدي عسکر به په سیمه کې د امنیت ټینګولو په خاطر تر هغه وخت خپلې هلې ځلې روانې وساتي چې ټولې وسله والې ډلې یې نابودې کړې نه وي.

داعلا وزیر په وینا چې سرحدي عسکرو په هېواد کې د امنیت ټینګولو لپاره نه هېرېدونکې سرښندنې کړې دي.

په بلوچستان کې له تېرو څه باندې یوې لسیزې راهیسې بیا بیا د پاکستانیو امنیتي ځواکونو او بلوڅ بېلټونپالو ترمنځ نښتې کېږي چې پکې دواړو غاړو ته د سر زیانونه رسېږي. بلوڅ ملتپالي د دغه صوبې پر قدرتي سرچینو د لا کورواکۍ غوښتنه لري.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG