د افغانستان په پروان ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د طالبانو د دوو قومندانانو په ګډون یو شمېر وسله وال وژل شوي دي.
د پروان والي محمد عاصم عاصم د یکشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل، په دغه سهار افغان سرتېرو په عزت خېلو او حمزه خېلو کې د وسله والو ضد عملیات وکړل.
دی وايي، دې عملیاتو ته له کابله بهرني ځانګړي ځواکونه هم ورغلي ول. عاصم وویل، د شېراغا او مقیم په مشرۍ د طالبانو له ۱۰ کسیزه ډلې سره نښته تر ساعتونو روانه وه او وسله وال د یوه کور په ته خانې کې پټ ول نو ځکه افغان ځواکونه اړ شول چې له بهرنیو هغو څخه هوايي مرسته وغواړي.
دی زیاتوي په هوايي برید کې یو شمېر وسله وال وژل شوي دي. طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.