د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د پاکستان لپاره د ۲۵۵ مليون ډالرو پوځي مرسته ودروله


د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت چارواکیو پرون ویلي، تر هغه به پاکستان ته پوځي مالي مرستې نه ورکوي چې تر څويې د حقاني شبکې په ګډون د افغان طالبانو او نورو ملګرو وسله والو ډلو پرضد باوري ګامونه نه وي پورته کړي.

د امریکا استخباراتي ادارو چارواکيو ویلي دغه وسله والې ډلې تر کلونو په پاکستان کې دننه اوسېدلي دي خو پاکستان دا تورونه نه مني او وايي چې امریکا په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ تورونه پر دوی پورې کوي.

د ولسمشر ټرمپ د انتظامیې له خوا کانګرس ته ویل شوي چې پاکستان ته د ۱.۱ بیلیون ډالرو د پوځي مرستو د قسطونو ورکول دې تر نامعلومې نېټې ودرول شي.

XS
SM
MD
LG