هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
د مومندو پوليټکل انتظامیې د یکه غونډ له سرکاري حوالاته د لوی اختر پر مهال ۱۷ بندیان خوشی کړي. د یکه غونډ سب ډیویژن اسسټنټ پولیټکل ایجنټ نوید اکبر د مشال راډیو خبریال شاهنواز تره کزي ته وویل چې دوی په وړو جرمونو لکه شخړو یا د پیسو په راکړه ورکړه کې نیول شوي ول.