د لاسرسي ځای

تازه خبر

پخوانی دیکتاتور پرویز مشرف د بګټي مقدمه کې بري شو


بلوچستان های کورټ د بلوڅ قبایلي مشرنواب اکبرخان بګټي د وژنې په تور د پاکستان پخوانی پوځي صدر جنرال پروېز مشرف پرضد درخواست رد کړی او هغه یې په دغه مقدمه کې بري کړی دی.

عدالت دا پرېکړه د چهار شنبې ورځ د نواب اکبرخان بګټي د زوی نوابزاده جمیل اکبر بګټي له خوا پر درخواست کړې.

جمیل بګټي په خپل درخواست کې په کوټه کې د ترهګرۍ ضد یوه عدالت هغه پرېکړه چېلنج کړې وه چېد۲۰۱۶م کال د جنورۍ میاستې په ۱۸ لسمه نېټه جنرال پروېز مشرف، آفتاب احمد خان شېرپاو اومیر شعیب نوشېرواني یې بري کړي ول.

د بلوچستان های کورټ جج جسټس جمال خان مندوخیل او جسټس نذیر لانګو په خپله لنډه پرېکړه کې د جمیل اکبر بګټي درخواست ردکړ.

له خبریالانو سره په خبرو کې د جمیل اکبر بګټي وکیل سهېل راجپوت ایډوکېټ پر عدالي پرېکړه ناامېدي وښودله او ویې ویل چې اوس به سپریم کورټ ته درومي.

د یادلو ده چې د پخواني دیکتاتور جنرال پروېز مشرف په واکمنۍ کې په بلوچستان کې د پوځي عملیاتو پر مهال بلوڅ مشر نواب اکبرخان بګټي په ۲۰۰۶ کال د اګست په ۲۶مه نېټه د ډېره بګټي او کوهلو ترمنځ د ترتانې په غرني سیمه کې له خپلو ملګرو سره وژل شوی وو.

د نواب بګټي زوی جمیل اکبر بګټي د خپل پلار د وژنې ذمه واري پر جنرال پروېز مشرف، پخواني لومړي وزیر شوکت عزیز، د پاکستان کورنيو چارو پر پخواني وزیر آفتاب احمد خان شیرپاو، د بلوچستان پر پخواني ګورنر اوېس احمد غني او د بلوچستان کورنيو چارو پخواني وزیر میر شعیب نوشیرواني واچوله او د دوی پرضد یې مقدمه لاسلیک کړه.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG