د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار ته ګرځېدلیو طالب چارواکیو افغان جنګ پردی وباله


محمد الله خان او ملا عبدالروف

له هغو ۱۵ طالب مشرانو څخه چې په دا وروستیو کې یې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق په هڅو خپلې کورنۍ له پاکستانه و افغانستان ته کډه کړې او عادي ژوند ته ګرځېدلي دي.په دوی کې دوو یې له ازادي راډیو سره د خپلو پخوانيو فعالیتونو او اوسني ژوند په باب خبرې کړې.

له دغو دوو پخوانیو طالب چارواکیو څخه یو یې د اقتصادي چارو کمېسیون پخوانی غړی ملا عبدالروف او بل یو یې محمد الله خان دي چې د ازادي راډیو له خبریال صادق ريښتیني سره تر خورا ډېرو هلو ځلو پس په سېشنبه خبرو کولو ته حاضر شول.

ملا عبدالروف له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې په پاکستان کې د وسله‎والو طالبانو د اقتصادي کمېسیون غړی و.

ملا عبدالروف
ملا عبدالروف

نوموړي درې میاشتې مخکې له خپلې کورنۍ سره یوځای له پاکستانه و کندهار ته کډه شوی او اوس هلته په یوه خوندي او پرامنه سیمه کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي.

ملا عبدالروف وايي، د سلطان محمد په نوم د جنرال عبدالرازق یوه ارتباطي کس ورته ډاډ ورکړی و چې په خوندي ډول به‌یې کندهار ته رسوي او هېڅوک به ورسره کار نه ‎لري.

هغه وویل، "خپلې مجبورۍراوستلو، دلته امنیت راوستلو،او د قوماندان صاحب [عبدالرزاق] ښه چلند راوستلو چې د دې سیمې له ولس سره ډېره ښه ګوزاره کوي، که طالب راځي هم غېږ یې ورته خلاصه ده که بلڅوک راځي هم غېږ یې ورته خلاصه ده. هو هلته [پاکستان] ډېر ستړي وو، مجبوره وو بالا، نور مو تر وس تېره شوه، هلته په «پاکستان» کې د خپل سر نه ‌وو، د بل تر لاس لاندې مو کار کاوه. "

ملا عبدالروف وايي، په پاکستان کې له فشارونو سره مخامخ وو او په دې پوهېدلو چې په افغانستان کې روانه جګړه پردۍ ده.

د نوموړي په وینا د ده په څېر لسګونه نورو طالب مشرانو هم دغه حقیقت درک کړی چې ځینې يې د ده په څېر عادي ژوند ته راګرځېدلي او دا بهیر روان دی.

ملا روف وايي، عادي ژوند ته تر ګرځېدو وروسته د خپلو پخوانیو ملګرو له‎خوا ګواښل کېږي خو ځینې بیا حال راسره نیسي او غواړي چې د ده غوندې عادي ژوند ته ستانه شي.

محمدالله خان یو بل طالب چارواکی دی چې تر ملا روف وروسته له پاکستانه و کندهار ته بیرته کډه شوی دی.

محمد الله خان
محمد الله خان

نوموړي دا هم وویل چې د ده غوندې د طالبانو نېږدې ۵۰ لوړپوړي چارواکي او په سلګونه نور عادي ژوند ته ګرځېدلي دي. د نوموړي په ادعا په راستنېدونکیو کې وزیران، د کمیسیونونو غړي، والیان او ولسوالان شامل دي.

دی هم ورته کیسه کوي او وايي چې د سلطان محمد په نوم د ژېړۍ، پنجوايي او میوند نظامي مسول چې د جنرال عبدالرازق ډېر باوري سړی دی دا ډاډ ورته ورکړی و چې په خوندي ډول به ‌یې کندهار ته رسوي او هېڅوک به ستونزې نه ورته جوړوي.

نوموړی د ځینو امنیتي دلایلو پر اساس خپله پخوانۍ دنده نه‌یادوي، خو دا کیسه کوي چې یو ځل په کندهار کې نیول شوی او شپږ کاله مخکې د سرپوزې د زندان تر ماتېدو وروسته بیرته پاکستان ته تللی وو.

"پر دې ووېرېدم چې سبا به ‌مې [پاکستان] دلته راوړوي، په کوټه کې مې قانوني اسناد نه لرل، نو دلته [افغانستان] کې مې هم خلک پېژني چې مخالف يې. له دې وهمه دلته راغلم. ډېر خلک‌ يې له کورنیو سره یوځای تر بارامچې راواړول په دې خاطر چې بې ابي را نه‎ شي نو له قوماندان صاحب سره مې تماس ونیولو."

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازقد شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ملا عمر د کورنۍ یو شمېر غړیو په ګډون د وسله‎والو طالبانو ۱۵ مشران له خپلو کورنیو سره یوځای له پاکستانه و کندهار ته ستانه شوي دي.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق
د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق

د قوماندان په وینا د وسله‎والو طالبانو د لوړې او منځنۍ کچې په دغو مشرانو کې والیان د دفاع او بهرنیو چارو وزارت لوړپوړي چارواکي شامل دي.

قوماندان په دغو راغلیو طالب مشرانو کې د ملا لطف‎الله اغا، معلم فدا، محمدالله خان، ملا روف او ډاکتر خلیل نومونه یادوي.

د کندهار امنیه قوماندان پروسږ کال د ډسمبر په میاشت کې پر طالبانو غږ وکړ چې سولې ته غاړه کېږدي او دی حاضر دی چې له جګړې د راجلا شویو وسله‎والو امنیت وساتي.

وسله‎والو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره کندهار ته د طالب مشرانو د سوله‎ییز راتګ دغه مسئله له حقیقته لیرې بللې ده.

راپور: محمدصادق رښتینی

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

پولیو یا ګوزڼ څنګه ناروغي ده؟
تم شئ

No media source currently available

0:00 0:00:50 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG