د لاسرسي ځای

تازه خبر

"قبایل دې ژر په پښتونخوا ورګډ کړل شي"


پېښور - د خېبر پښتونخوا په سرښار پېښور کې د خالي په ورځ يو سيمينار کې سياستوالو، د قبایلي سیمو وکیلانو او نورو مدني فعالانو له مرکزي حکومته غوښتنه وکړه چې د پاکستان په اړه د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د وروستيوو څرګندونو وروسته بايد قبايلي سيمې ژر تر ژره په خېبرپښتونخوا کې شاملې کړي چې دا سيمه د جګړې په مېدان بدله نه شي.

په سېنېټ کې د اپوزيشن پيپلز پارټۍ غړي فرحت الله بابر مشال رېډيو سره خبرو کې د خپل ګوند دريځ تکرار کړ او ویې ويل چې پاکستان بايد خپلې پاليسۍ بدلې کړې.

((ټرمپ خو که هرڅه وايي، زما له هغه سره کار نشته، زما د خپل ملک سره کار دی. دا د پاکستان د قامي سلامتۍ تقاضا ده چې موږ دې داسې خلک په ملک کې پرېنږدو چې هغوی په نورو ملکونو کې ترهګري کوي. موږ له اوس په خپله کتل پکار دي چې پر پاکستان لګېدلی دا الزام سهي دی او که غلط؟ دا وینا کول چې نه دا هرڅه غلط دي، مناسب نه دي، کېدای شي غلط وي، خو موږ له به اول په خپل ګرېوان کې هم کتل پکار دي.))

د اګست پر ۲۱مه نېټه امريکايي ولسمشر، ډونلډ ټرمپ د افغانستان لپاره خپلې ستراتيژۍ د اعلان په وخت وويل په افغانستان کې به يې ځواکونه د جنګ تر ګټلو پورې پاتې شي. هغه پر پاکستان نيوکې وکړي چې د وسله والو ملاتړ کوي. پاکستان دا نه مني او وايي د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې صادقه دی.

XS
SM
MD
LG