د پاکستان پخواني وزيراعظم، نوازشريف د سپريم کورټ له خوا د هغه د نااهله اعلانولو پرېکړه چېلنج کړې ده او پر ضد يې د پاکستان په ستره محکمه کې اپېل کړی دی.
د نوموړي ګوند، مسلم لېګ (ن) پرون په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د خالي يا شنبې په ورځ داخل شویو کاغذونو کې ويل شوي چې نوازشريف د زوی په کمپنۍ کې د هغې تنخا له وجې نا اهله اعلان شو چې ده نه ده اخيستې نو ځکه دا غيرقانوني فيصله ده.
په دې اړه پرون د پاکستان کورنيو چارو وزير، احسن اقبال اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل:
« سياسي بي ثباتي او ګډوډي د پاکستان د ګټو سره د لوبو په مانا ده. نوازشريف د هغو لسو زرو درهمو ممکنه تنخا له وجې نا اهله اعلان شو چې نوموړي نه وه اخيستې. د دې سياسي ګډوډۍ له وجې زموږ اقتصاد ته تاوان رسيدلی. د سپريم کورټ د دې پرېکړې له کبله څوارلس اربه روپۍ تاوان شوی دی.»
د جولای په اته ويشتم تاريخ د پاکستان سپريم کورټ د پاناما لېکس په نامه د درغليو پلټنو په کېس کې نوازشريف د يادې تنخا نه ښودو له وجې نا اهل اعلان او د وزيراعظم له چوکۍ ليري کړ. پر هغه تور پورې شو چې نوموړی د آيين ۶۲ او ۶۳ دفعو مطابق رښتينی او امانتداره نه دی.