د لاسرسي ځای

تازه خبر

عوامي نشنل ګوند پر فاټا اصلاحاتو ټول ګوندیزه غونډه رابللې


د عوامي نشنل ګوند مرکزي جنرل سیکرټري میا افتخار حسېن
د عوامي نشنل ګوند مرکزي جنرل سیکرټري میا افتخار حسېن

عوامي نيشنل ګوند وايي چې د فاټا اصلاحاتو په لړ کې به د سپټمبر پر ۱۴مه نيټه ټول ګونديزه غونډه جوړه کړي.

دا خبره د ياد ګوند لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې شوې ده.

خبرپاڼه لیکي چې دا غونډه به د اسلام اباد په ميريټ هوټل کې د سپټمبر پر ۱۴مه سهار ۱۰ بجې پیل شي.

د عوامي نشنل ګوند دا خبرپاڼه زیاتوي چې د دې غونډې مشري به د عوامي نيشنل ګوند مرکزي مشر اسفندیار ولي خان کوي.

د یاد ګوند سيکرټري جنرل میا افتخار حسين وايي چې له ټولو سیاسی ګوندونو سره رابطي روانې دي.

عوامي نشنل ګوند په هغو ګوندونو کې دی چې قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا ګډول غواړي.

د قبایلي سیمو د راتلونکي آییني حثیت په اړه بحثونه د روان کال په پیل کې ډېر تاوده شوي وو خو پر لرې کړل شوي وزیراعظم نواز شریف د مقدمې له کبله سیاسي ګوندونو خپل پام هغه اړخ ته اړولی وو.

د پاکستان اوسني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي هم ویلي چې د نواز شریف د وخت تګلارو ته به دوام ورکړي.

د قبایلي سیمو د راتلونکي په اړه د دې سیمو خپل مشران او د پاکستان سیاسي ګوندونه پر دوو برخو وېشل شوي دي.

یو شمېر مشران او ګوندونه وايي چې مرکزي حکومت دې قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا ګډې کړي خو بله غاړه مشران او ګوندونه بیا غوښتنه کوي چې لومړی دې د دې سیمو له ولس څخه په دې اړه د هغوی رایه وپوښتل شي.

XS
SM
MD
LG