د لاسرسي ځای

تازه خبر

عثمان کاکړ: فاټا کې د امن لپاره کلتوري هلې ځلې ډېرول غواړي


د لږو پرمختللیو سمیو لپاره د سېنېټ کاري کمېټۍ وفاقي حکومت ته ویلي چې په فاټا کې دې د پاکستان ارټس کونسل تر سیوري لاندې کلتوري او د موسیقۍ هلې ځلې پیل کړي او د فاټا فنکارانو او هنر مندانو لپاره دې د مرستو بندوبست وکړي ځکه چې هم د دوی په زریعه په سیمه کې امن پرځای کېدای شي.

په اسلام اباد کې د شورو/ چارشنبې په مازیګر د د لږو پرمختللیو سمیو لپاره د سېنېټ کاري کمېټۍ غونډه د چیېرمېن عثمان کاکړ په مشرۍ وشوه چې پکې د اطلاعاتو وزارت او د پاکستان هنرونو قامي ادارې ته وویل شول چې قبایلي سیمې جنګ ځپلې دي باید چې د امن پرځای کولو لپاره دې هلته کلتوري پروګرامونه ډېر کړل شي او د دغه سیمو هنرمندانو او فنکارانو لپاره دې د مرستو بندوبست هم وکړل شي.

د زیارت په ورځ له مشال راډیو سره په خبرو کې سېنېټر عثمان کاکړ وویل چې هغوی له یادو ادارو غوښتي، راتلونکې غونډه کې خپل رپورټ وړاندې کړي چې په دې اړه دوی څه منصوبه لري.

د نوموړي په وینا چې قبایل یو ځانګړی کلتور لري او که په قبایلو کې کلتور او موسیقۍ ته پاملرنه وشوه نو امن ته لار هوارېدلای شي.

عثمان کاکړ وویل د اطلاعاتو څانګې غونډه دوی رابللې وه چې پکې د ای پي پي او د پي اين سي ای مشرانو ګډون درلود.

کمېټۍ دغه مشرانو ته وویل چې فاټا جنګ ځپلې سیمه ده پکار ده چې هلته د کلتور، دودیزه لوبو، او موسیقۍ ته د ودې ورکولو لپاره پروګرامونه وکړل شي. دا ډېره ضروري ده او لازمي ده ځکه چې منځنۍ پښتونخوا ځانته یو ښه کلتور لري، ښه لوبې لري خو تر دې دمه یې د ودې هېڅ کار نه دی شوی نو اوس وخت راغلی چې د اطلاعاتو اداره یې د ودې لپاره کار وکړي.

د قبایلي سیمو د هنرمندانو ویناده که حکومت په رېښتیا په قبایلو کې د موسیقۍ پروګرامونه تابیا کړي او د کلتور د ودې لپاره يې کار وکړ نو له دې په قبایلي سیمو کې امن پرځای شي.

مشال راډیو چې په دې اړه د کرمې ایجنسئ د پاړه چنار سیمې سره تعلق لرونکي هنر مند نعیم توري نه وپوښتل نو هغه وویل که حکومت په ریښتیا دا عملي کول غواړي نو باید چې د فاټا د کلتور پوهه او هنرمندانو سره کښېني او یوه تګلاره جوړه کړي.

د نوموړي په وینا که دا خلک له دوی سره کېښني او دوی یواځې د پولېټیکل ایجنټ یا ګورنر تر ناستې پورې محدود پاتې نه شي او له ولس سره کېښني او د کلتور پوه او د هنرمندانو سره کېښني نو امن راتلای شي ځکه چې قبایل خو د امن خلک دي د مینې خلک دي. د اتڼونو خلک دي د سندرو خلک دي. قبایل مینه غواړي او مینه ورکوي. قبایل د جنګونو خلک نه دي، قبایل جرګه لري، قانون لري، حجره لري، جومات لري نو که دا خلک له دوی سره کښېني نو له دې لارې امن راتلای شي.

د خېبر ایجنسۍ یوه هنر مند سنګین اپرېدي که حکومت د فنکارانو او هنرمندانو مرسته وکړه نو له دې سره به پر روانو حالاتو مثبت اثر وغورځي.

په غونډه کې سېنېټر عثمان کاکړ د اطلاعاتو د وزارت چارواکیو ته وویل چې په ټول ملک کې د سرکاري خبري ایجنسۍ ای پي پي څانګې موجود دي خو په فاټا کې نه شته، باید چې د فاټا په ټولو ایجسنو او ایف ارز کې هم د دې څانګې پرانیستل شي او په دې کې د فاټا ځوانانو ته نوکرۍ ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG