د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا کې ډینګي ناروغۍ سلګونه کسان متاثره کړي دي


د پېښور په یو روغتون کې د ډینګي ناروغانو درملنه روانه ده.
د پېښور په یو روغتون کې د ډینګي ناروغانو درملنه روانه ده.

د خیبر پښتونخوا صحت محکمې یو چارواکی وايي چې د ډینګي ناروغۍ مخنیوي لپاره یې ګامونه پورته کړي چې پکې له دې ناروغۍ د متاثره شویو کسانو په اړه مالومات راوغنډول، خلکو له پوهاوی ورکول او ځیني نور اقدامات شامل دي.

په صحت محکمه کې د ناروغیو مخنیوي څانګې یو مشر ډاکټر محمد سیلم خان د یکشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل، ددوی د مالوماتو پر اساس په شاوخوا ۵۴۰ کسانو کې د ډینګي ناروغۍ تصدیق شوی دي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:33 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

خو د خيبر پښتونخوا د صحت وزير شهرام خان د خالي په ورځ په یوه خبري غونډه کې ويلي وو چې د ډېنګې ناروغانو شميره له ۸۵۰ نه زياته شوې ده.

له دې وړاندې د پنجاب صوبايي حکومت لخوا د ډېنګې وايرس مخنيوي لپاره د ډاکټرانو يو ځانګړې ډله پيښور ته رسيدلي وه. چارواکو ويلي چې د ډاکټرانو ډله به په بيلا بيلو سيمو او په ځانګړي توګه تهکال کې د ډېنګي ناروغانو درملنه او ټيسټونه کوي.

XS
SM
MD
LG