د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوناما د یکاولنګ پېښې جزیات برسېره کړل


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما د یکشنبې په ورځ په یو راپور کې ویلي چې د سرپل ولایت په مرزا اولنګ سیمه کې د اګست دریمې نه تر پنځمې نیټې پورې د بریدونو په اړه خپل لومړي مالومات یې رابرڅېره کړي دي.

د یوناما لخوا د یکشنبې په ورځ مشال راډیو ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوې دي چې دوی په مرزا اولنګ کې د طالبانو او داعش وسله والې ډلې لخوا د عامو وګړو او امنیتي ځواکونو په ګډون د ۳۶ کسانو د وژنې په اړه د تورونو تصدیق کړی دي.یوناما وايي، په دې کې لږ تر لږه نیمايي وژنې د اګست پر پنځمه هغه مهال وشوي کله چې وسله والو له کلي څخه وتونکې کورنۍ ودرولې، ښځې او ماشومان یې بیل کړل او د عامو وګړو او امنیتي ځواکونو په ګډون یې ۱۸ کسان ووژل.یوناما وايي، د وسله والو لخوا د خلکو د سرونو پری کولو، د ښځو تښتونې او د جنسي تیریو د ادعاوو په اړه یې کوم شواهد نه دي ترلاسه کړي. له دې وړاندې طالبانو ویلي وو چې په مرزا اولنګ کې یې عام وګړي نه دي وژلي.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیکټري جنرل ځانګړي استازي تادامیجي یاماموتو ویلي، د سر پل په مرزا اولنګ سیمه کې د عامو وګړو او امنیتي ځواکونو د وژني غندنه کوي او دا د نړیوالو قوانیو ښکاره سرغړونه ده. په خبرپاڼه کې د داتامیچي یاماموتو له خولي وویل شوې چې د دې جرمونو او وژونو جنایت کاران دې د قانون په وړاندې راوستل شي.

XS
SM
MD
LG