د لاسرسي ځای

تازه خبر

د موبایل پروګرام له لارې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د غړو د کار څارنه


د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غونډه
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غونډه

د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ د غړو د کارونو د څار لپاره د پېښور ځوانانو یو موبايل پروګرام (Application) جوړ کړی دی. د ټريک ريپس په نوم په دې ايپلې کيشن کې دا هم کتل کيدی شي چې د صوبايي اسمبلۍ هر غړي تر اوسه د اسمبلۍ په څومره غونډو کې ګډون کړی دی.

دټريک ريپس جوړونکي وايي چې په راتلونکې کې به دا موبايل پروګرام د صوبايي اسمبلۍ د غړو او د عام اولس تر مينځه د رابطو لپاره هم کاروي.

د دغه کمپیوټري پروګرام چمتوکونکی شفيق ګګيانی وايي چې عام اولس سره تر اوسه داسې هيڅ کومه لار نه وه چې د صوبايي اسمبلۍ د غړو د کړو کارونو مالومات يې ترلاسه کړي وای.

"د صوبايي اسمبلۍ د غړو ټول مالومات، لکه د کومې حلقې دی؟ کور يې کوم ځای کې دی؟ او له کوم ګوند سره تړاو لري؟ په دغه پروګرام کې شامل دي. دغه ډول په دې ايپ کې دا مالومات هم دي چې د صوبايي اسمبلۍ يو غړي د اسمبلۍ په غونډو کې څومره حاضري کړې ده؟ کوم بیلونه يې وړاندې کړي دي؟ د کومو پارليماني کميټو غړی دی او په هغې کې يې کارکردګي څه ده؟"

د پيښور طارق محسن د ټريک ريپس مشر تخنیکي افسر دی او د همده په نوښت دغه پروګرام جوړ شوی دی. نوموړی وايي چې د ۲۰۱۳م په ټول ټاکنو کې يې په لومړي ځل خپله رایه استعمال کړه.

"د ووټ اچولو نه وړاندې ما سره داسې هيڅ مالومات نه وو چې د هغې په بنياد ما د ووټ فيصله کړې وای ، نو په دې وجه د ځوانانو د ۲۰۱۵م په ډيجټل سرمشریزه کې مې دا ټريک ريپس سوچ وړاندې کړو، نو موږ ته فنډ تر لاسه شو ، او د ايپ مو جوړ کړو د دې لپاره چې۲۰۱۸م په ټول ټاکنو کې اولس د مالوماتو او کارکردګۍ په بنسټ ووټ واچوي."

شفيق ګګيانی وايي چې اوس دا پروګرام يواځې په انګريزۍ ژبه کې دی او هڅه کوي چې په راتلونکې کې يې په پښتو، اردو او هندکو ژبو هم واړوي او د اسمبلۍ مالومات پکې نور هم پراخه کړي.

"زموږ د صوبايي اسمبلۍ سره رابطې روانې دي او دا سوچ مو دی چې په دې ايپ کې يو داسې مسينجر هم جوړ کړو چې عام اولس پرې د اسمبلۍ له غړو سره تماس ونيولی شي"

له دې وړاندې هم د خيبر پښتنخوا د معلوماتي ټیکنالوجۍ ځوانانو، ټريفک پوليس، د بجلۍ د غلا د مخ نيوي، د پيښور د اوبو او صفايۍ د ادارې ډبليو ايس ايس پي، او د ځینو نورو ادارو لپاره موبايل پروګرامونه جوړ کړي دي خو تر اوسه له دغو پروګرامونو څخه حکومتي ادارو ګټه اخېستل نه دي پیل کړي.

XS
SM
MD
LG