د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان د خپلواکۍ ۹۸مه کلیزه ولمانځله


افغان ولسمشر اشرف غني
افغان ولسمشر اشرف غني

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د شنبې په ورځ د دفاع په وزارت کې د ازادۍ منار مخې ته د ګلونو په اېښودلو سره د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو ۹۸مه کالیزه ونمانځله.

د افغانستان لوی شمېر جهادي ، سیاسي مشرانو ، د ملي شورا استازیو، د کابینې غړیو ، د بهرنیو هیوادونو استازیو او سفیرانو په دې مراسمو کې ګډون کړی وو.

نن د اګست ۱۹ مه د برتانیا د هغه وخت له امپراطورۍ څخه د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو له ۹۸مې کلیزې سره برابره ده.

افغان دولت په دې ورځ عمومي رخصتي اعلان کړې او د هیواد په زیاتره لویو او وړو ښارونو کې د خوښۍ مراسم تر سره کېږي.

د کابل په ګډون د افغانستان په بیلابیلو ښارونو کې واټونه د افغانستان په ملي بیرغونو ښکلي شوي او د باچا امان الله خان عکسونه هم ځای پر ځای لګول کېږي.

د افغانستان تر څنګ دا ورځ په پېښور ، کوټه ، اسلام اباد او د نړۍ په یو شمېر نورو ښارونو کې هم لمانځل شوې ده.

XS
SM
MD
LG