د لاسرسي ځای

د خيبر پښتونخوا د صحت محکمې په صوبه کې د صحت ټولو مرکزونو او روغتونونو مشرانو ته حکم کړی دی چې په ډینګي ناروغۍ د اخته کسانو دې وړیا درملنه وکړي.

د یادې محکمې له خوا د جمعې په ورځ په خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې د پېښور تر څنګ د صوبې په یو شمېر نورو سیمو کې هم خلک په ډینګي نومي تبه اخته شوي دي.

د خیبر ټیچینګ روغتون له خوا مشال راډیو ته په ورکړل شوو مالوماتو کې ویل شوي چې د جون میاشتې له پیل څخه تر اوسه دوي ته تر ۸۰۰ زیات داسې کسان ور وړل شوي دي چې په ډینګي ناروغي اخته وو.

یاد روغتون وايي چې تر اوسه پنځو کسانو د ډینګي ناروغۍ له امله ژوند له لاسه ورکړی دی او ۱۳۲ کسان لا هم هلته پراته دي او درملنه یې روانه ده.

د دې تر څنګ د حیات اباد میډیکل کمپلکس او لیډي ریډینګ روغتون ته هم په یاده ناروغي اخته یو شمېر ناروغان ور وړل شوي دي.

د خیبر پښتونخوا د صحت وزیر شاهرام تره کي امر کړی دی چې په ځانګړې توګه دې په پېښور کې په زیاتو اغېزمنو شوو سیمو کې جدي ګامونه پورته کړل شي.

د صحت محکمې چارواکي وايي چې په پېښور کې تر ټولو زیاته تهکال سیمه ډېره اغېزمنه شوې ده.

د صحت وزیر شاهرام تره کي د امر له مخې په تهکال ، پشتخره او ځینو نورو سیمو کې د صحت کېمپونه لګول کېږي.

د خيبر پښتونخوا د صحت محکمې مشرې ډاکټر شبينه رضا مشال راډيو ته ويلي وو چېپه ټوله صوبه کې يې د ډینګي ناروغۍ په اړه په ولس کې د پوهاوي لپاره هلې ځلې پیل کړې دي.

XS
SM
MD
LG