د لاسرسي ځای

تازه خبر

د غازي ببرک خان ځدراڼ پوځي کلا دې په لرغونو اثارو کې شامله شي


د غازي ببرک خان ځدراڼ پوځي کلا که څه هم خواوشا ۱۳۵ کاله پخوا د امیر عبدالرحمن خان په امر د قومي اربکیو په واسطه د افغانستان د جنوبي سرحدنو د ساتلو لپاره جوړه شوه، خو د افغانستان د خپلواکۍ په جګړه کې هم افغان جنګیالیو لدې کلا پوره ګټه پورته کړه.

یاده کلا جنوبي قومونو منګلو، ځدراڼو، احمدزیو، سلیمانخېلو، خروټو، ځاځیو، صبریو، تڼیو، ګربزو او نورو لویو او وړو قومونو د حکومتي بیګارونو له لارې په درېیو کلونو کې جوړه کړه.

د غازي ببرک خان لمسی انور ببرکزی مشال راډیو ته وايي، یاده کلا چې اوس ویجاړه ده، حکومت يې ساتنې او رغونې ته هېڅ پاملرنه نده کړې.

نوموړی وايي:

((دا کلا امیر عبدالرحمن خان له واکمنۍ وروسته فوراً شروع شوه، د خوست او د جنوبي قومونو د بیګار په واسطه جوړه شوې ده، منګلو، ځدراڼو، خوستوالو، ځاځیو، خروټو، ټولو پدې کې کار کړی دی، اوس دا کلا یو تاریخي غوندې ارزښت لري، اما تر اوسه د حکومت او نورو ادارو له لوري ورته توجه نده شوې، دوی باید د دې کلا ترمیم او د تاریخ ساتنه کړي وای.))

​د غازي ببرک خان ځدراڼ پوځي کلا چې د خټو له پخسو دوه متره پلنه او لس متره دنګه په درې جریبه ځمکه کې اباده شوې، په یو وخت به په کې په نوبت سره د هر قوم درې زره کسان موجود ول، چې هم به يې کلا جوړوله او هم به يې د سرحدي په ساتنه کې برخه اخیسته.

په کلا کې مهمې پوځې اړیتاوې په پام کې نیول شوې وې، سلګونه د څار او ترصد ځایونه يې درلودل، څلور دوه پوړیز له کلا دنګ برجونو يې لرل، چې په هر منزل کې يې سل سپاهیان ځایېدل.

د خپلواکۍ په جګړه کې د افغان جنګیالیو تر ټولو ستر وسلتون همدلته وو او کله چې محمدنادرخان د سلطنت د نیولو لپاره د جنوبي قومونو ملاتړ خپلاوه، د دې کلا په یوه برج کې يې نولس شپې کړې وې.

انورخان ببرکزی د کلا د هغه وخت د ارزښت په تړاو وايي:

((دا کلا يې د دې لپاره جوړه کړه، چې د دې سیمې د امن د ساتنې لپاره نه عسکر وو، نه کوم بل پوځ موجود وو، حتی دا د انګریزانو سرحد ټول خوشي وو، دا سرحدي د غازي ببرک خان تر امر لاندې د قومي اریکیو په واسطه ساتل کېده، پدې کلا کې د حکومت وسله تون هم وو، پدې کې تر ۱۷۰۰ پورې توپک موجود وو.))

​د یادې سیمې یو بل تن اوسیدونکی قومي مشر معلم شیرعلي وايي د دوی د مالوماتو له مخې د سرحد د ساتلو او کلا د جوړولو لپاره به په نوبت سره د ټاکلې مودې لپاره قومونو تر درېیو زرو پورې اربکي ورکول.

معلم شیرعلي وویل:

((په دې کلا کې به خواوشا د ټولو قومونو درېیو زرو کسان اربکیتوب کاوه، سرحدی به يې ساته او جوړوله به يې هم، کله چې د جوړولو کار ختم شي، نو بیا به دوی د ټاپوګانو دپاسه ناسته کوله، لدې ځایه به يې څار او ترصد کاوه.))

د افغان هوايي ځوک د جنګي الوتکو یو تن پیلوټ قاضي احمد ببرکزي هم له حکومت او یونسکو غواړي، چې د دې تاریخي کلا بیارغونې او په تاریخي ابداتو کې شاملولو ته يې توجه وکړي.

((زه هم د دې کلا د جوړولو په باره کې د افغان حکومت او د یونسکو د نړیوال سازمان توجه غواړم، ځکه دا یوه تاریخي کلا ده او تاریخ مالوم دی، تر څو زموږ د ببرک خان ځدراڼ جنګي کلا بېرته ورغول شي، بېرته په خپل هغه پخواني شکل باندې جوړه شي.))

​مدني فعال سلطان محمود خیرخواه وايي، د یادې کلا د لیدلو لپاره نږدې درې کاله پخوا په خپله د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ اوسنی سرپرست وزیر رسول باوري چې هغه مهال د خوست د شیخ زاید پوهنتون رييس وو ورغلی وو او په تاریخي ابداتو کې يې د دې کلا د شاملولو وړاندیز کړی وو.

بل لوري ته د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ وايي، چې د غازي ببرک خان ځدراڼ د پوځي کلا په ګډون يې د یاد ولایت د نږدې ټولو لرغونو ځایونو د ساتنې او رغونې غوښتنې او په تاریخي ابداتو کې يې د شاملولو وړاندیزونه مرکزي حکومت ته وړاندې کړي دي.

XS
SM
MD
LG