د لاسرسي ځای

تازه خبر

پويان: له هر هغه چا سره تماس نيسو چې افغانستان ته سوله راولي


په پېښور کې د افغانستان کونسل جنرل ډاکټر عبدالله وحید پویان وايي، دوی په پاکستان کې له هر هغه چا سره تماس نیسي چې د سولې له راتګ سره مرسته کولای شي.

ډاکټر عبدالله وحید پویان دا خبره بېګا (پنجشنبه) په پېښور کې د افغانستان د خپلواکۍ ۹۸مې کلیزې په ویاړ له جوړه شوې غونډې وروسته مشال راډیو ته وکړه.

((دلته پاکستان کې ډېر مسايل داسې دي چې د پوځ په لاس کې دي. موږ له هر هغه چا سره تماس نيسو چې د هغې په نتيجه کې د دې دواړو هېوادو تر منځ سوله راشي.))

نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړه چې دوی غواړي د دواړو هېوادنو تر منځ دوستانه اړيکې جوړې شي. د پويان په وينا په کابل کې د اګست پر ۱۴مه د پاکستان د خپلواکۍ ورځ ولمانځل شوه چې افغان چارواکو او مشرانو ګډون پکې کړی و.

((دا تګ او راتګ، ناستې او نژدېوالی په خپله د دې سبب کېږي چې د دې داوړو هېوادونو اړيکې سمې شي.))

د افغان کونسلېټ له خوا په جوړه شوې غونډه کې د افغان سفارتي چارواکو تر څنګ پښتون ملت پالو مشرانو هم ګډون کړی و. ټولو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو پر ښه والي ټینګار وکړ.

XS
SM
MD
LG