د لاسرسي ځای

تازه خبر

'کابل کې د پاکستان استخباراتي ادارې چارواکی نيول شوی'


د افغانستان ملي امنیت اداره وايي، د پاکستان د استخباراتي ادارې ((ای اېس ای)) یو مهم چارواکی یې نیولی دی. د ملي امنیت له خوا په خپره شوې یوه ویډیو کې د الله نور په نامه دا مشکوک کس په خپله دا مني چې په افغانستان کې یې د ای اېس ای لپاره کار کاوه.

دی وايي د پاکستان د بلوچستان صوبې د سرحدي ښار چمن اوسېدونکی دی او د پنجاب په راولپنډۍ کې یې د جاسوسۍ ځانګړې روزنه ترلاسه کړې وه.

الله نور ویلي چې په افغانستان کې یې د حقاني شبکې په ګډون له یو شمېر وسله والو ډلو سره د ای اېس ای د چارواکو ملاقاتونو ته زمینه برابروله.

نوموړي زیاته کړې چې د پاکستان استخباراتي چارواکي زیاتره وخت له طالبانو سره په کچلاغ، پښین ، چمن او د کوټې په اکرم او جاوید نومي روغتونونو کې لیده کاته کوي.

د پاکستان حکومت او وسله والو طالبانو له خوا لا تر اوسه په دې اړه څه غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

XS
SM
MD
LG