د لاسرسي ځای

تازه خبر

'جنوبي وزیرستان دې له ماینونو پاک کړل شي'


د قبايلي سيمې جنوبي وزيرستان او د نيمه قبايلي سيمو درازندې او جنډولې ګڼو ځوانانو او زده کوونکیو د پاکستان له حکومته او امنيتي ځواکونو غوښتنه کړې چې په جنوبي وزيرستان کې دې ښخ کړل شوي ماينونه شنډ کړي او سيمه دې له بمونو پاکه کړي.

دغو ځوانانو د چارشنبې پر ورځ په ډېره اسماعيل خان کې د يوې جرګې پر مهال وويل چې د ماينونو له کبله په لسګونه ماشومان، مېرمنې او سړي وژل شوي او ژوبل شوي دي.

د جنوبي وزيرستان يو ځوان منظور احمد په دې اړه مشال راډیو ته وويل.

د جرګې برخه والو له پوليټيکل انتظاميې شکايت وکړ چې په دې لړ کې يې تر اوسه هېڅ ډول ګامونه نه دې پورته کړي.

دوی زياته کړه، که حکومت يا امنيتي ځواکونه تر لوی اختره د دوی پر غوښتنو عمل و نه کړي نو بيا به خپل احتجاج پېښور او اسلام اباد ته وغځوي.

حکومتي چارواکیو لا تر دې دمه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG