د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر ټرمپ پر افغان ستراتیژۍ غږېږي


سپينه ماڼی وايي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به سبا د اګست پر اتلسمه نېټه په کېمپ ډیویډ کې د خپل ملي امنیت له سلاکارانو سره په افغانستان او جنوبي اسیا کې د خپلې نوې ستراتیژۍ په اړه سلامشورې وکړي.

دا غونډه په داسې حال کې تر سره کېږي چې د امريکا دفاع وزارت ويلي، په افغانستان کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر ضد د عملياتو پر مهال يو بل امريکايي سرتېری وژل شوی دی.

د رسنیو د راپورونو له مخې په دې اړه چې څه باید وشي د ټرمپ اداره په خپلو کې په يوه خله نه ده او ټرمپ دا پوښتنه کوي چې ولې امریکایي ځواکونو دغه جګړه چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده ده نه ‎ده ګټلې او اوس دفاع وزارت د طالبانو په وړاندې دغې ۱۶ کلنې جګړې ته د نورو سرتیرو د لېږلو سپارښتنه کوي؟

امریکايي جنرالانو په افغانستان کې وضیعت په ټپه درېدلی بللی دی. د امريکا او ناټو لخوا د کلونو پر ملاتړ سربېره افغان ځواکونه هڅه کوي چې په افغانستان کې نه يوازې د طالبانو بلکې د اسلامي دولت وسله والې ډلې د زياتېدونکې حضور مخه ونيسي.

طالبانو هم روانه اوونۍ ټرمپ ته په یوه لېږل شوي سرخلاصي لیک کې له هغه غوښتنه کړې چې ټول امریکایي ځواکونه له افغانستانه وباسي ځکه د دغو ځواکونو د حضور دوام دغه جګړه لا اوږدوي او هم د پخلاینې مخه نیسي.

امريکا دا وخت په افغانستان کې ۸۴۰۰ او ناټو بيا شاوخوا ۵۰۰۰ سرتيري لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG