د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا "حزب المجاهدین" نړیواله ترهګره ډله وګرځوله


سيد صلاح الدين (ښې لاس ته دوهم)
سيد صلاح الدين (ښې لاس ته دوهم)

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت حزب المجاهدین ډله د یوې نړیوالې ترهګرې ډلې په توګه ونوموله. د امريکا بهرنیو چارو وزارت پر ویب پاڼه د چارشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویل شوي چې له دې ګام سره د دغې ډلې ټوله شتمني او ملکیتونه کنګل کیږي او هیڅ یو امریکایي وګړی نشي کولای چې له دې ډلې سره يو ډول مالي معامله وکړي. دغه ډله چې بنياد یې په ۱۹۸۹ م کې په کشمیر کې اېښودل شوی، یوه ترټولو لویه سخت دریځه ډله ده چې مشري یې سيد صلاح الدين کوي. نوموړی د امريکا لخوا په جون مياشت کې نړیوال ترهګر پیژندل شوی و. حزب المجاهدین ډلې د هند تر انتظام لاندې کشمير کې د خونړیو بريدونو مسولیت په غاړه اخیستی چې یو یې د ۲۰۱۴ کال د اپریل میاشتې بريد و چې ۱۷ کسان پکې ټپیان شوي وو. هندي چارواکي تور پورې کوي چې د دې ډلې مشرتابه په پاکستان کې دي او هم له هغه ځايه بريدونه پلانوي خو پاکستان دا تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG