د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان په هرنايي کې چاودنې شپږ سرتېري وژلي


ای ایف پي خبري اژانس د خبر ترمخه د پېښې ذمه واري بلوڅ بیلتونپالې وسله والې ډلې(بلوچ لبرېشن ارمي) منلې ده.

پاکستاني چارواکي وايي، د بلوچستان په هرنايي سیمه کې د امنیتي سرتېرو پر ګاډي د سړک غاړې چاودنه شوې چې په کې شپږ سرتېري وژل شوي او لږ تر لږه دوه زخمیان شوي دي.

په سیمه کې یو چارواکي د نوم نه ښودولو په شرط د سېشنبې پر ورځ مشال راډيو ته وویل، دا یوه ریموټ کنټرول چادونه وه چې د دوشنبې په ورځ ناوخته د امنیتيو ځواکونو پر یوه کاروان وشوه.

ای ایف پي خبري اژانس د خبر ترمخه د پېښې ذمه واري بلوڅ بیلتونپالې وسله والې ډلې(بلوچ لبرېشن ارمي) منلې ده.

تر پېښې وروسته په سیمه کې د مشکوکو کسانو د پلټنې په خاطر ټولې لویې لارې تړل شوي دي خو د ورستيو مالوماتو له مخې دم ګړۍ هېڅوک نه دی نیول شوی

تر دې پېښې یوه ورځ وړاندې د بلوچستان پنجګور په ناګ سیمه کې وسله والو د سرحدي سرتېرو پر ګاډي ډزې وکړې چې پکې یو سرتېری وژل شوی او بل زخمي شوی دی.

دغه ډول د اوران په سیمه کې همد سرحدي عسکرو پر یوه چوکۍ د توغندي برید شوی خو هېڅ ځاني زیان یې نه دی اړولی.

د اګست په ۱۲مه په کوټه کې د سړکغاړې په چاودنه کې لږ تر لږه ۱۵ سرتېري او عام وګړي وژل شوي ول.

XS
SM
MD
LG