د لاسرسي ځای

نن سېشنبه د خیبر پښتونخوا په څلورو حساسو ضلعو کې د ګوزڼ ناروغي مخنیوي کمپاین پیل کړل شوی دی.

په دې حساسه ګرځول شویو ضلعو کې صوابۍ، تور غر، بونير او هري پور ضلعې شاملې دي.

د خېبر پښتونخوا د ګوزڼ مخنیوي ايمرجنسي آپرېشن کوآرډينېټر اکبر خان مشال راډيو ته وویل چې په يادو ضلعو کې د ګوزڼ وايرس موجودګۍ او د خوريدو له وجې کمپاين پېل کړلشوی دی.

د ده په وېنا په دې کمپاين کې به د څلور واړو ضلو شپږ لاکه شپېته زره ماشومانو ته د پوليو ناروغي مخنیوي څاڅکې ورکول کېږي.

(په دې ضلو کې د وايرس خطره زياته ده او دا ځکه چې د دې ضلعو تعلق او رابطه د پنجاب پنډۍ سيمې سره زياته ده. د پنډۍ او اسلام اباد ځينو سيمو کې دا وايرس موجود دی او د دې ضلعو له دغه سيمو سره تړاو زيات دی د خلکو تګ راتګ زيات کېږي.)

د پاکستان پوليو مخنيوي قامي ادارې تر مخه د خيبر پښتونخوا سره سم د ملک د نورو صوبوپه حساسه ګرځول شویو سيمو کې به هم دا کمپاين مرحله وار چلول کېږي چې پکې د پنجاب ځينې سيمې او کراچۍ او کوټه بلاک شامل دي.

د يادې ادارې کوآرډينېټر ډاکټر رانا صفدر مشال رېډيو ته وویل چې په مجموعي توګه بهدرې میليونه د پنځو کالو ماشومانو ته د پوليو له ناروغۍ د حفاظت څاڅکي ورکول کېږي.

(د پوليو ناروغي خورېدو موسم کې د دې مخنيوي لپاره په باقاعده توګه زموږ کمپاين په ستمبر کې شروع کېږ ي۔د ستمبر نه دسمبر مياشتې پورې به دوه په قامي کچ کمپاين کېږي او دوه د ښارونو په سطحکمپاينونه کېږي او په دې کې به موږ کوششو کوو چې کوم ځايې کې دا قسمه وايرس خطره زياته ده د هغې مخنيوی وکړو.)

د پاکستان د پوليو مخنيوي پروګرام چارواکي دا دعو ی کوي چې د تېرو کلونو په نسبت سږ کال د پوليو په ناروغۍ يې قابو موندلی دیدڅه اندازه چې د پوليو په کېسونو کې کمی راتلو نه کېږي.

دچارواکو په وینا چې د صحت نړېوالو ادارو هم په دې اړه د پاکستان د هلو ځلو ستاينه کړې ده.

د پوليو ناروغي مخنيوي قامي ادارې تر مخه سږ کال له قبایلي سيمو هم تر دې دمه د پوليو کېس مخې ته نه دی راغلی.په ۲۰۱۶م کال د ګوزن دوه او په ۲۰۱۵م کې ۱۶ پېښې رامخې ته شوې وې.

د يادې ادارې د رپورټ تر مخه په ۲۰۱۶ م کال کې په ټول ملک کې ۲۰ د پوليو کېسونه رپورټ شوي ول خو سږ کال تر دې دمه یوازې درې کېسونه رامخې ته شوي دي.

XS
SM
MD
LG