د لاسرسي ځای

تازه خبر

د څرخي پله زندان چارواکیو ته د ۳ کاله بند سزا


د درنو جرمونو او اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز، د څرخي پله د زندان پخوانی رئیس او د ده څلور همکاران، د جعلي اسنادو د جوړولو او له دندو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې له امله، هر یو په درې درې کاله بند محکوم کړل.

د دغه زندان پخوانی رئیس سردار محمد ځاځی او د ده څلور همکاران له دې له امله په بند محکوم شول چې دوه کاله مخکې یې د مخدرو موادو د یوه قاچاق وړونکي جلال الدین د ازادولو د فورمو د ترتیبولو چې استیناف محکمې په ۲۰ کاله بند محکوم کړی و، هڅه کړې ده.

د قضیې ګمارل شوي څارنوال وویل، د جلال الدین د خوشې کېدو فورم، لومړی د سردار محمد ځاځي د همکارانو له خوا ترتیب او بیا پرې د یاد محبس رئیس چې د زندانیانو د ازادېدو د کمېسیون غړی هم و، لاسلیک کړی دی.

شېراقا منیب
شېراقا منیب

د درنو جرمونو او اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز د ابتدائیه محکمې رئیس شېراقا منیب د ګمارل شوي څارنوال او د تورنو د مدافع وکیلانو له توضېحاتو وروسته، د محکمې حکم داسې اعلان کړ:

"د جزا د قانون د ۱۵۶ مادې له مخې، ته سردار محمد ځاځی، له دندې څخه د ناوړه ګټې اخېستنې له امله، په درې کاله تنفیذي بند محکوم شوې او تاسو هر یو حشمت الله، محمد موسی، محمد داود او محمداجان له دندو څخه د ناوړه ګټې اخېستنې په هڅه کې د ګډون له امله، په درې درې کاله تنفیذي بند محکوم او حکم درباندې د پلي کېدو وړ دی."

محمد موسی د محاکمو د محبس د اړیکو د مدیر، حشمت الله د څلورم بلاک د مبصر، محمد داود د بلاک د قوماندان او محمداجان د څلورم بلاک د کونجي ساتونکي په توګه دنده تر سره کوله.

ابتدائیه محکمې دا پرېکړه هم وکړه چې د لوی څارنوال سرتېری عزیزاحمد، د بشر د حقونو د کمېسیون استازی رحیم الله او د ملي امنیت استازی برید جنرال پیر محمد چې د زندانیانو د خوشې کېدو د فرمان د پلي کولو د کمېسیون غړي دي، هم عدلي او قضايي ارګانونو ته راکښل شي.

د یادې ابتدائیه محکمې رئيس ښاغلي منیب وویل، دغه حکم وروستی نه دی او محکومین کولای شي چې استیناف غوښتونکي شي.

سردار محمد ځاځي وویل، د جلال الدین د خوشې کېدو د کمېسیون په استازیتوب، په ترتیب شوي فورم کې یوازې ده لاسلیک نه دی کړی، بلکې د کمېسیون نورو غړو پرې له ده څخه د مخه لاسلیکونه کړي وو.

په تېرو دوو ورځو کې دغه مرکز د هلمند ولایت امنیه قوماندان عبدالرحمن سرجنګ، او دغه شان د دفاع وزارت دوه جنرالان او درې ډګروالان هم ، له دندو څخه د ناوړه ګټې اخېستنې له امله، په بند محکوم کړي دي.

د څرخي پله د زندان پخواني رئيس سردار محمد ځاځي په دغه علني محکمه کې ومنله چې د جلال الدین د خوشې کېدو په فورم کې یې لاسلیک کړی، خو ټینګار کوي چې دا کار یې قصدي نه دی کړی.

ښاغلي ځاځي وویل:

"دغه ستونزه چې هغه مهال رامنځته شوه، داسې سازمان شوې نه وه چې موږ دې سازمان کړې وي، یا دې په کې ګټه ولرو او یا دې ترې ناوړه ګټه واخلو، خو د دولت مامورین په عامه خدمتونو کې اشتباه کوي."

سردار محمد ځاځی او د ده همکاران د سهوې دلیلونه د کار زیاتوالی او د زندانیانو د دوسیو په شمېرو کې سهوه په ګوته کوي چې یو تر بله لږ توپیر لري.

د ګمارل شوي څارنوال په خبره، جلال الدین له ۳۶ کیلو ګرامو هیروئينو سره نیول شوی او بندي و او کله چې لوېې څارنوالۍ وپېژاند، بېرته یې محبس ته لېږلی و.

افغان کارپوه کبیر رنجبر، سره له دې چې د دغه مرکز له خوا د حکومتي تورنو چارواکو محاکمې ستایي، خو وايي چې دغه مرکز د اداري فساد د سترو قضیو په اړه چې ارزښت یې میلیونونو ډالرو ته رسېږي، اقدام نه دی کړی.

دی وايي، هر کله چې دغه مرکز له سترو فساد کوونکو او د اختلاس له لویو عاملینو سره مبارزه وکړي، د خلکو باور به پرې زیاد شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG