د لاسرسي ځای

تازه خبر

سرفراز بګټي: ترهګر د ۱۴ م اګست جشن ګډوډولو ته نه پرېږدو


د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر خبري غونډې ته وینا کوي.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر خبري غونډې ته وینا کوي.

د بلوچستان په مرکز کوټه ښار کې د یکشنبې شپې چاودنې ۱۵ کسان وژلي او له دېرشو زیات یې ژوبل کړي دي. د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي وايي چې په وژلو شویو کې اته پوځیان هم شامل دي.

چارواکي وايي د شپې د نهو بجو په شاوخوا کې یوه پوځي لارۍ د کوټې پشین سټاپ څخه د تېرېدو په حال کې وه چې یو موټر سایکل سپور ورسره ډغره وهلې او دا چاودنه رامنځ ته شوې. په موټر سایکل کې چاودیدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو.

ترهګر په داسې حملو د ۱۴ م اګست جشن ګډوډول غواړي، خو موږ به یې پرې نه ږدو.
سرفراز بګټي

د پاکستان د پوځ سرتېرو له چاودنې لږه شېبه وړاندې په ایوب سټیډیوم کې د پاکستان د خپلواکۍ د ورځې په اړه په جوړې شوې غونډې کې برخه اخېستې وه او په راستنېدو له دې حادٍې سره مخ شول.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي وايي که څه هم د ترهګرۍ خلاف جنګ ستونزمن دی خو امنیتي سرتیري ناکامه نه دي. نوموړی وايي د ترهګرو موخه داده چې د پاکستان د خپلواکۍ د ورځې جشنونه ګډو وډ کړي خو په وینا یې دوی به په خپل هدف کې بریالي نه شي. د برید مسولیت تر دې ګړۍ چا نه دی قبول کړی.

د همدې راپور ویډو دلته وګورئ

کوټه: ځانمرګي برید کې ۱۵ کسان وژل شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:24 0:00

XS
SM
MD
LG