د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نواز شريف پر خالي شوي چوکۍ د هغه مېرمن درېږي


د نواز شريف مېرمن کلثوم نواز (کيڼ) او لور مريم نواز (ښې اړخ ته)
د نواز شريف مېرمن کلثوم نواز (کيڼ) او لور مريم نواز (ښې اړخ ته)

د پاکستان د سپريم کورټ لخوا تر نااهله ګرځول کېدو وروسته د دې هېواد د پخواني وزيراعظم نوازشریف د قامي اسمبلۍ پر خوشي شوي چوکۍ به اوس د هغه مېرمن کلثوم نواز په ضمني انتخاباتو کې برخه اخلي.

د پاکستان واکمن ګوند مسلم ليګ نواز ويلي دي چې په ضمني انتخاباتو کې د مېرمن کلثوم نواز اسناد د جمعې په ورځ په لاهور کې د پاکستان د انتخاباتو کمیشن سره جمع کړل شوي دي. له دې وړاندې نواز شريف ويلي و چې د هغه پر خالي کړل شوي چوکۍ به د ده کشر ورور او د پنجاب صوبې وزير اعلا شهباز شريف درېږي تر څو يې وزيراعظمۍ ته لاره هواره شي خو داسې ښکاري چې اوسنی لنډ مهاله وزيراعظم شاهد خاقان عباسي به د راتلونکې (۲۰۱۸م) کال تر عام انتخابات پورې د ګوند لخوا پر خپله چوکۍ پاتې شي.

د نواز شريف د قامي اسمبلۍ پر خالي کړل شوي چوکۍ اېن اې ۱۲۰ به ضمني ټاکنې د راتلونکې (سپټمبر) مياشتي پر ۱۷مه نېټه کېږي.

د کلثوم نواز لخوا د نامزدګۍ اسناد په داسی حال کې جمع کړل شوي دي چې پخواني وزير اعظم نواز شریف له اسلام اباده تر لاهوره د هغه لاريون مشري کوي چي د پنجاب له بېلا بېلو برخو تېرېږي او زرګونه کسان برخه پکې اخلي. نوموړي دا لاريون له هغه وروسته پېل کړ چې کله سپریم کورټ د جولای پر ۲۸مه نېټه د پاناما اسنادو د مقدمې په اورېدنه کې انتخاباتي کمېشن ته د پوره شتمنیو نه ښکاره کولو په تور د وزیراعظمۍ څوکۍ لپاره نااهله وګرځاوه.

نوموړي د لاريون پر مهال په وار وار ولسي غونډو ته دا ويلي چې د سپريک کورټ پنځو ججانو د هغه په نااهل ګرځول کېدو سره د ۲۰ کروړه ولس سپکاوی کړی دی.

XS
SM
MD
LG