د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوټې اتم اګست ناورین یو کال وروسته


نن د اګست اتمه نېټه ده. يو کال وړاندې هم په نن ورځ د کوټې په سول هسپتال کې پر وکيلانو يا قانون پوهانو ځانمرګۍ بريد شوی وو چې پکې ۷۳ کسان ووژل شو. وژل شوي زياتره وکيلان وو.

د هغې پېښې پرضد د پاکستان په کچه سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو، د بشري حقونو سازمانونو، احتجاجونه، مظاهرې او هړتالونه وکړل او د همدغو لاریونونو او احتجاجونو د فشار په ترڅ کې د بلوچستان صوبايي حکومت د های کورټ یوه جج په مشرۍ کې د یوه کمیشن جوړولو اعلان وکړ چې د پېښې پلټنه وکړي خو د وکیلانو سازمان دغه حکومتي اعلان رد کړ. وکیلانو دریځ خپل کړ چې صوبايي حکومت د امنیت په ساتلو کې پاته راغلی دی او په دې پېښه کې یو فریق دی او هېڅ حق نه لري چې د پېښې لپاره یو پلټنیز کمیشن جوړ کړي.

کوټه کې د وکيلانو کاربندیز
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:27 0:00

خو تر دې وروسته د پاکستان سپريم کورټ د پېښې از خود نوټس واخېست او جسټس قاضي عیسا ته دنده وسپارله چې د پېښې هر اړخيزه جاج دې واخلي. نوموړي دغه پلټنې په یوازې سر په ۵۶ ورځو کې ترسره کړې.

قاضي عیسا په ۱۱۰ پاڼو مشتمل یو رپوټ جوړ کړ چې پکې راغلي ول په بلوچستان صوبه کې د پاکستانیو امنیتي ادارو ترمنځ هېڅ همږغي نه لیدل کېږي او حکومت ته یې ۱۸ وړاندیزونه هم کړي ول، چې پکې د وژل شویو وکیلانو له کورنیو سره د مالي مرستو وړاندیز هم شامل وو. دا وخت په سپریم کورټ کې د رپوټ پر ګڼو اړخونو اورېدنې روانې دي.

د بلوچستان بار کونسل یو فعاله غړی منیر کاکړ وايي، که څه هم پولیسو د اتم اګست پېښې د عاملینو د وژلو او د یوه د نیولو ادعا کړې خو نوموړی وايي د پېښې اصلي سرچینه دې په ډاګه کړل شي.

د کوټې وکیلانو لخوا دا مقدمه وکیل حامد خان چلوي. له مشال راډیو سره په خبرو کې نوموړي وویل چې حکومت پر ځینو وړاندیزونو عمل کړی خو یوشمېر یې لاهم نه دي حل شوې.

''د اتم اګست پېښه کې د وژل شویو او ژوبلو کسانو د کورنیو لپاره حکومت د مالي مرستې اعلان کړی چې هغه یې پوره کړ او ټولو اغېزمنو کورنیو ته معاوضه رسېدلې ده.

بله ژمنه حکومت د وژل شویو وکیلانو ماشومانو ته د تعلیم ورکولو لپاره د یوه ځانګړي فنډ جوړولو کړې چې هغه لا هم نه ده پوره شوې خو یوڅو ورځې وړاندې سپریم کورټ د بلوچستان حکومت ته امر کړی چې په یوه میاشت کې دننه دې دغه ځانګړی فنډ جوړ کړل شي.

بله وعده اغېزمنو کورنیو ته د کور ورکولو وه چې هغه هم لا نه ده پوره شوې خو سپریم کورټ په دې اړه هم حکومت ته امر کړی دی.

بله ژمنه حکومت دا کړې وه چې د هر شهید د کورنۍ یوه غړي ته به سرکاري نوکري ورکوي خو هغه هم لا نه پوره شوې او ما په دې خبره هم عدالت خبر کړ او عدالت یې د پوره کولو حکم وکړ."

د دې ټولو خبرو په باب به د بلوچستان حکومت د ۱۲م سېپټېمبر په اورېدنه کې خپل رپوټ وړاندې کوي.

د اتم اګست د خونړۍ حملې ذمه واري یوې پاکستانۍ اورپکې ډلې جماعت الاحرار منلې وه او امنیتي ځواکونو د بلوچستان صوبې په مختلیفو برخو کې عملیات پیل کړي ول.

د بلوچستان پولیسو مشر عبدالرزاق چیمه
د بلوچستان پولیسو مشر عبدالرزاق چیمه

د بلوچستان پولیسو مشر عبدالرزاق چیمه له مشال راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې دوی د کوټې اتم اګست پېښې سرغنه یا پلان جوړوونکي وژلي دي.

"پلټنې بالکل شوې دي، د برید سرغنه جهانګیر بادینی سره له خپلو څلورو ملګرود پښین په حرمزۍ سیمه کې د یوې کاروایۍ پر مهال ووژل شو. د دوی یو بل ملګری سعید تقوی چې د حملې پر وخت د کوټې په سیویل هسپتال کې وو او ځانمرګي بریدګر ته یې د ورتلو اطلاع ورکړې وه، هغه نیول شوی دی، ځینې نور پېژندل شوي دي، او هغوی به هم له وخت سره سم ونیول شي."

خو د بلوچستان بار کونسل یو فعاله غړی منیر کاکړ وايي، که څه هم پولیسو د اتم اګست پېښې د عاملینو د وژلو او د یوه د نیولو ادعا کړې خو نوموړی وايي د پېښې اصلي سرچینه دې په ډاګه کړل شي.

"د پېښې تر شا چې د چا لاس وو وو هغه سرچینه جوتول او ښکاره کول غواړي او په دغه تېر یوه کال کې خو سرچینه یا د پېښې اصل ککړ کسان نه شو ښکاره نو له دې داسې شکونه پیدا کېږي چې په پېښه کې د کومو کسانو د وژلو او نیولو خبره کېږي نو پر هغه مو دا باور نه راځي چې هغوی په ریښتیا هم د کوټې د اتم اګست پېښه کې لاس درلود او که نه."

د بلوچستان پولیسو مشر عبدالرزاق چیمه وايي دوی د کوټې اتم اګست پېښې په تړواو خپلو هڅو ته دوام ورکړی او د تورنو کسانو په لټه کې دي او بلخوا د پاکستان سپریم کورټ هم د هغې پېښې اورېدنه کوي چې راتلونکې هغه یې د سېپټېمبر پر ۱۲ مه نېټه ده.

XS
SM
MD
LG