د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوټې اتم اګست ناورین: کاربندیز او لمانځغونډې


د ۲۰۱۶م کال په اتم اګست د کوټې سیویل هسپتال کې په یوه ځانمرګي برید کې د وژل شویو وکیلانو، خبریالانو او عادي وګړیو لومړی تلین په ویر او درناوي سره لمانځل کېږي.

د عوامي نېشنل پارټۍ په غوښتنه د مرکزي ښار کوټې په ګډون په ټوله جنوبي پښتونخوا کې کاربندیز دی. د بلوچستان صوبې ډېری تعلیمي اداري تړل شوې دي. د اکثریت ګوندونو په ګډون د بلوچستان صوبايي حکومت هم په سرکاري توګه د دغه ورځې لمانځلو اعلان کړی دی.

د بلوچستان وکیلانو اتحادیې نن په دویمه ورځ هم په ټوله صوبه کې له عدالتو شلون یا بایکاټ کړی وو. دغه ډول به نن په سېشنبه په کوټه کې یوه لویه دستوره کېږي چې پکې د هېواد له ټولو صوبو وکیلان او قاضیان برخه اخلي.

د اتم اګست پېښې په یاد په کوټه کې کاربندیز
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:51 0:00

د کوټې اتم اګست پېښه کې دوژل شویو کسانو کورنۍ هم لمانځغونډې ترسره کوي. سیدعبدالرب آغا چې په هغه ناورین کې یې خپل یوازنی زوی ضیاء الدین ایډوکېټ بایللی وو، مشال راډيو ته وویل چې ده او مېرمنې ته زوی ډېر لوی کنډو پرېښود خو دواړو د دغه لویې پېښې سره سره خپل زغم له لاسه نه دی ورکړی.

دی زیاتوي چې زوی یې ډېر ملنګ کس ووو کله یې خپلې کورنۍ ته د بدو نوم نه دی پرېښودی. ډېر په زیار یې خپلې زده کړې پوره کړې وې او ډېر په شوق او لېوالتیا یې وکالت کولو.

د ۲۰۱۶م کال د اګست پر اتمه نېټه د کوټې په سیویل هسپتال کې یوه ځانمرګي د ۵۶ وکیلانو او د دوو خبریالانو په ګډون ۷۳ کسان وژلي وو.

XS
SM
MD
LG