د لاسرسي ځای

پراګ - د پاکستان حکومت په دې هېواد کې پر ۶۵ وسله والو ډلو بنديز لګولی او څلور نورې ډلې يې د کورنيو چارو وزارت تر څار لاندې اعلان کړي دي. خو پوښتنه دا ده چې پر دې هر څه سربېره بيا هم څنګه د دې ډلو غړي خپل فعاليتونه پرمخ وړي؟

ليکواله او د دفاعي چارو شنونکې ډاکټر عايشه صديقه وايي چې يو خوا په دې ۶۵ ډلو کې ډېری داسې دي چې خپلې خيراتي يا د خېر ښېګړې څانګې لري او بلخوا دا ډلې په بدل نوم بيا راڅرګندېږي او خپل فعاليتونه پر مخ وړي. خو دا چې دوی مالي سرچينې له کومه کوي؟ ډاګټر عايشه زياتوي چې د مذهب او اسلام پر نامه د مرستو راغونډولو کمی نشته.

(( دوی خلکو ته وايي چې په کشمير کې جهاد دی يا د مدرسې لپاره چنده غواړي يا يو بل د خېر کار په کوي. دوی خو خلکو ته دا نه وايي چې دا پيسې به د څه لپاره کاروي؟))

د نوموړې په وينا پر دې سربېره په ښارونو کې ځينې تاجران له وېرې هم دوی ته پيسې ورکوي.

د پاکستان حکومت په ۲۰۰۲م کال کې د لشکر طيبه په نامه وسله والې ډلې پر فعاليتونو بنديز ولګاوه او دا ډله يې غېر قانوني اعلان کړه خو د دې ډلې مشر حافظ سعيد د جماعت الدعوه په نامه يوه بله ډله جوړه کړه چې په پاکستان کې په خلاص مټ پر مرستو يا چندو راټولو سربېره يو شمېر نور فعاليتونه هم کوي. بلخوا دا ډله د فلاح انسانيت په نامه د خېر ښېګړې اداره هم چلوي.

د جماعت الدعوه ډلې مشر حافظ محمد سعيد
د جماعت الدعوه ډلې مشر حافظ محمد سعيد

پر دې سربېره حقاني شبکه او د افغان طالبانو شوراګانې چې افغان حکومت او امريکا يې په افغانستان کې پر داخلي او بهرنيو ځواکونو د بريدونو ذمه وار ګڼي، د پاکستان تر بنديز لاندې ډلو لسټ کې نشته.

په پاکستان کې د سياسي چارو شنونکی او خبريال اوېس توحيد وايي چې حکومت بايد د ټولو ډلو ټپلو په ضد بې توپيره عمليات وکړي.

((داسې پيمانه کار نه کوي چې که څوک په پاکستان کې دننه ترهګري وکړي يا پر ملي تنصيباتو بريدونه وکړي نو هغه ډله به غېر قانوني وي او په ضد به يې عمليات کېږي او که کومې جهادي ډلې د پاکستان پر ضد بريدونه نه کوي نو هغوی ته به څه نه وايو.))

د نوموړي په وينا د ښه او بد دغه نازک توپير په خونړي حالت بدلېدلای شي.

د روان کال په جون مياشت کې د بلوچستان د ږوب ښار په مرکزي جومات او نورو جوماتونو کې د افغان طالبانو ((د اسلامي امارت)) په نامه چندې ټولې شوې. بلخوا په همدې مياشت کې د کوټې ښار په يو جومات کې د ماخستن له لمانځه او تراویح وروسته يو ملا په اردو ژبه خلکو ته ((د جهاد بلنه)) ورکوي. په ټولنيزو رسنيو کې خپره شوې دې ويډيو کې نوموړی ملا وايي چې ((په افغانستان، کشمير او برما کې هم هڅې روانې دي.))

پر دې سربېره په همدې میاشت کې په ټولنيزو رسنیو کې په خپرې شوې يوې بلې ويډيو کې د خېبر پښتونخوا په يوه جومات کې يو ملا چې ځان د غېر قانوني ګرځول شوي ډلې جېش محمد غړی معرفي کوي وايي چې ((د دوی مجاهدين په افغانستان او کشمیر کې له کفارو سره جنګېږي، نو باید ډېره مالي مرسته ورسره وشي.))

خو په پاکستان کې د ترهګرۍ د مخنيوي قامي ادارې (نېکټا) مشر احسان غني وايي چې په تېرو وختونو کې پر ځينو ډلو سترګې پټېدلې خو اوس داسې نه کېږي.

((کومه ډله چې تر بندېز وروسته په بدل نوم فعاليت پېل کړي، موږ هغه نوې ډله هم ژر غېرقانوني اعلان کړو.))

د نوموړي په وينا په دې لړ کې په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد کړنلارې (نېشنل اېکشن پلان) د عملي کېدو لپاره په باقاعدګي سره غونډې کېږي او له امنيتي ادارو په باقاعده ډول د خپل فعاليت راپور غوښتل کېږي.

په پاکستان کې تر بندیز لاندې ډلو نوملړ
په پاکستان کې تر بندیز لاندې ډلو نوملړ

نوموړی زياتوي چې تر بنديز لاندې ډلو لخوا د چندې يا پيسو ټولولو د مخنيوي لپاره هم پر بېلا بېلو پروګرامونو کار روان دی.

((ځينو غېر قانوني تنظيمونو خپلې خېراتي ډلې له ځانه بېلې کړې وي او په ښکاره اړيکې نه ورسره ساتي، نو په قانوني توګه يې نيول ګران وي خو بيا هم موږ د دوی د فعاليتونو څارنه کوو.))

په پاکستان کې غېر قانوني يا سختدريځه ډلې نه يوازې د انټرنېټ له لارې پر ټولنيزو رسنيو خپل تبليغات کوي بلکې د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې د ورځپاڼو په بڼه جهادي مواد خپروي او د ځان په ګټه ترغيب او ترويج کوي خو د پاکستان حکومت وايي چې دوی يې په ضد اقدامات کوي. د دفاعي چارو شنونکې ډاکټر عايشه صديقه بيا نظر لري چې که د ډلو پر ځای پر افرادو بنديز ولګېږي نو دا ستونزه هوارېدای شي.

XS
SM
MD
LG