د لاسرسي ځای

تازه خبر

'فاټا کې د بشري حقونو وضع له نېږدې لیدلو ته ځو'


د پاکستان بشري حقونو قامي ادارې مشر جسټس ريټايرډ علي نواز چوهان وايي امکان دی په راتلونکې مياشت کې د قبايلي سيمو دوره وکړي او هلته بشري وضعې ته کتنه وکړي.

د نوموړي په وينا هلته بنيادي ستونزې د ايف سي آر قانون او د هغه ځای رسم و رواج دی چې له کبله يې په ولسي کچه د بشري حقونو نه سرغړونه کېږي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې ښاغلي چوهان وويل چې په قبايلې سيمه کې د کډوالۍ او سختدريځۍ له وجې د هغه ځای د خلکو بشري حقونه تروړل شوي دي خو سيمې ته د نه رسېدو له وجې د فاټا د خلکو مسلې مخې ته نه دي راغلې کومې چې مخې ته راوستل دي. دی زیاتوي چې په دې لړ کې یې د خېبر پښتونخوا له ګورنره غوښتنه کړې وه چې دوی ته دې هلته د تلو لپاره اسانتیاوې برابرې کړل شي:

(ګورنر خپل احکامات جاري کړي دې او اميد دی چې په دې مياشت کې موږ فاټا ته ولاړ شو او هلته چې ولس له کومو مشکلاتو سره مخامخ دی هغه وڅيړو مخې ته يې راوړو او بيا د هغې د حل لپاره د ولس او د اړونده ادارو تر مينځه د رابطې ذريعه جوړه شو.)

د دې سوال په ځواب کې چې آيا فاټا اصلاحاتو سره به قبايلي ولس ته د هغوي بنيادي بشري حقونه ميلاو شي کنه، نوموړي وويل چې د فاټا اصلاحاتو لړ کې د حکومت لخوا دوي سره نه خو دوي سره څه ناسته شوې او نه مشورې شوي دي.

په فاټا کې د بشري حقونو لپاره کار کونکي زر علي آفريدي مشال ريډيو ته ووېل چې په فاټا کې په لويه کچه د ښځو او ماشومانو حقونه تر پښو لاندې کېږي. له پاکستان سره سره بهر ملکي بشري ادارو ته هم تر فاټا رسېدل پکار دي چې راشي، د خلکو د مسلو په اړه حقيقتونه مخي ته راوړي او دغه مسلې حل شي.

(زه خو د يو بشري او مدني فعال په حېث دا وايم که حکومت فاټا په خېبر پښتونخوا ورګډوي يا قامي بهير ته يې راولي او که اصلاحات پکې کوي خو مسله د دوه کروړه انسانانو ده هغوي نه د ايف سي آر قانون لبرې کول دي او بنيادي بشري حقونه ورته ورکول دي که هغه پاکستان ورکوي او که نورې نړيوالې ادارې ،زموږ مقصد خلکو ته بشري حقونه ورکول دي او وايو چې دا ورته ورکړل شي.)

د پاکستان د بشري حقونو قامي ادارې مشر جسټس ريټايرډ علي نواز چوهان زياته کړه چې په فاټا کې به ايف سي آر غوندې قانون ختمول وي او فاټا به تر نوي نظام لاندې راوستل وي ځکه چې پاکستان يو جمهوري ملک دی خو په فاټا کې ايف سي آر د جمهوريت او د بشري حقونو سره ناسم نظام دی.

XS
SM
MD
LG