د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بنو پوليسو خصوصي ځواک ۵۰۰ غړي له نوکريو اېستل شوي


د بنو پوليسو د خصوصي ځواک لږ تر لږه ۵۰۰ کسان د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت له نوکريو لیرې کړي دي او هغوی دا مهال په اسلام اباد کې موجود دي. دوی وايي درې ورځې يې د تحريک انصاف مشر عمران خان د کور مخې ته احتجاج وکړ خو د دوی په وينا هلته يې هېچا هم پوښتنه و نه کړه. په دغه کسانو کې ځينو د چارشنبې په ماښام د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه.

د ياد ځواک يو غړي باز محمد خان له مشال رېډيو سره په خبرو کې وويل چې دوي له درې کالو راهسې د دې ځواک برخه وه خو د مې پر يو دېرشمه نېټه ورته وويل شو چې صوبايي حکومت سره د دوي لپاره نور فنډ نشته او دوي له نوکريو لرې کړې شو.

ښاغلی باز محمد ګيله کوي چې په ټولو ضلعو کې هم دا رنګ خصوصي ځواکونه جوړ دي خو يواځې د بنو ۵۰۰ کسان لرې کړی شوي دي، اوس د دوي عمرونه هم زيات شوي نو دوي نه شي کولی چې نورو نوکريو ته لاړ شي.

"موږ درې کاله په دې ځواک کې تېر کړل، زموږ وخت ضايع شوی، عمرونه مو سېوا شوي اوس مو بل کوم سرکاري ځای کې څوک نه اخلي. بله دا چې کله په پوليس ځواک کې وو موږ وسله نيولې، نشيي توکي مو نيولي نو موږ ته په کور کلي کې دښمنۍ جوړې شوې دي. موږ بني ګاله ته هم لاړو خو هېڅوک راله نه دي راغلي"

بازمحمد خان وايي چې د اعلی وزير پروېزخټک ترڅنګ يې د پوليسو د ضلعي او صوبايي مشرانو سره هم ليده کاته کړي دي خو لا هم ورته کوم مثبت خبر نه دی ورکړل شوی.

په ۲۰۱۴م کې دا غړي د شپږو مياشتو لپاره په عارضي بنيادونو په ۱۵۰۰۰ روپۍ مياشت تنخواه اخېستل شوي وو د ياد خصوصي ځواک يو غړي محمد عدنان وويل چې ورته ټول کور ور په غاړه دی، چې کله د دغه ځواک برخه وه نو په تنخواه يې ګوزاره کېدله خو اوس مجبوره دي چې د تعليم ترلاسه کولو باوجود هم دياړي مزدوري شروع کړي.

"ما تعليم کړی نوکري مې کوله اوس به څه کووم؟ بس نو مزدوري ته به لاس واچووم ځکه چې واړه واړه بچي مې دي. وړاندې مې ګوذاره کېدله ځکه چې د مياشتې راته ۱۵۰۰۰ روپۍ راکول کېدلې"

دا احتجاج کوونکي د اسلام اباد په بني ګاله کې د تحريک انصاف د مشر عمران خان د کور مخې ته درې ورځې ناست وو خو دوي وايي چې نوموړی څو وارې خپل کور ته تللی راغلی خو دوي ته يې هېڅ پام نه دی کړی.

دوي له صوبايي او مرکزي حکومتونو غوښتنه وکړه چې د دوي نوکرۍ بحال کړي او وايي چې تر څو په نورو ضلعو کې دا خصوصي ځواک موجود دی بايد دوي هم پر ځای وساتل شي.

XS
SM
MD
LG