د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جوزجان کې یو شمېر وسله وال وژل شوي


خبریال: مجیب الرحمان حبیبزی، ازادي راډیو

مزار شریف - د جوزجان ولایت د امنیتي چارواکو په خبره چې دا جګړه د شنبې له ماښامه د آقچې او مردیانو ولسوالیو ترمنځ د طالب وسله والو او افغان ګډو ځواکونو ترمنځ پيل شوې چې په نتیجه کې یې ۲۰ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د جوزجان امنیې قومندان رحمت الله ترکستاني مشال راډیو ته وویل چې دا جګړه دقیقاً په کلته شاخ، سالتیق، عمر خان او چکش سیمو کې شوې.

د امنیې قومندان وویل چې له شنبې راهیسې طالب وسله وال د افغان امنیتي ځواکونو تر محاصرې لاندې دي.

چارواکي وايي دې جګړه کې ۱۲ طالبان وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان دي.

هخوا بیا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د آقچې ولسوالۍ په جګره کې ۵ کلي وسله والو طالبانو نیولي او د سیمه ییزو پولیسو د یوه قومندان په ګډون شپږ تنه نور یې وژلي دي.

د جوزجان امنیتي چارواکي د وسله والو طالبانو دا ادعا نا سمه بللې ده.

XS
SM
MD
LG