د لاسرسي ځای

"شهباز شريف ځای ناستی او شاهد خاقان عباسي لنډمهاله وزيراعظم"


د پاکستان پخوانی وزيراعظم نواز شريف او د هغه کشر ورور شهباز شريف

اسلام اباد - د پاکستان مسلم ليګ نون ګوند مشر او لېرې کړل شوي وزيراعظم نواز شریف اعلان کړی چې د ګوند له اړخه به شاهد خاقان عباسي به د هېواد لنډمهاله وزیراعظم وي او له هغه وروسته به شهباز شریف د ده ځای ناستی وټاکل شي.

دا خبره د پاکستان په پارلېمان کې د اکثریتي مسلم لیګ (ن) مشر نواز شریف تر لرې کېدو وروسته د شنبې په مازیګر په اسلام اباد کې د خپل ګوند مشرانو ته په وینا کې وکړه.

شاهد خاقان عباسي د مسلم لیګ نون ډلې یو مهم مخکښ دی او له راولپېنډۍ څخه د قامي اسمبلۍ غړی دی.

شاهد خاقان عباسي وویل، ګوند پر ده باور کړی دی او دی به هڅه کوي چې د ملک چارې په سمه توګه پرمخ یوسي او راتلونکي وزیراعظم ته یې وسپاري.

شهباز شریف د نواز شریف کشر ورور دی او دا وخت د پنجاب صوبې د وزیراعلا دنده پرمخ وړي.

د وزیراعظمۍ لپاره به مسلم لیګ نواز ډله لومړی شهباز شریف د ضمني انتخاب له لارې د قومي اسمبلۍ غړی جوړوي او بیا به په پارلمان کې هغه ته له اکثریتي رایو ورکولو وروسته نوموړی د ملک د وزیر اعظمۍ دنده سمبالوي.

د پاکستان سپریم کورټ د جولايي پر ۲۸ نېټه د پاناما اسنادو په مقدمه کې انتخاباتي کمېشن ته د خپلو شتمنیو نه ښکاره کولو په تور هغه د وزیراعظمۍ څوکۍ لپاره ناموزون وګرځاوه او نوموړي وروسته خپله دنده پرېښوده.

د پاکستان له ایین سره سم د وزیراعظم تر استعفا وروسته د هغه کابینه هم ړنګه شوه او نوی نګران وزیراعظم به یې له سره ټاکي.

نواز شریف د خپل ګوند مشرانو ته په وينا کې زياته کړه چې ملکونه په یلغارونو او د خلکو زندانونو ته په لېږلو نه بلکې په جوړ جاړي پرمخ بیول کېږي.

شریف وویل، پاکستان به هغه وخت پرمخ تګ کوي چې په ملک کې د یو بل پر وړاندې برداشت وي.

ده وویل، هغه څوک چې درغلۍ یې کړې دي، هغوی ته هېڅوک څه نه وايي:

((په په ما دا تور پورې شوی چې هغه تنخا چې په کاغذونو کې ليکلې وه هغه دې ولې نه ده اخیستې؟ که څه اخلو هم ستونزه ده، که نه یې اخلو هم. هغو خلکو چې پر هېواد یې په ناجایزه توګه منګلې ښخې کړې دي، رشوتونه یې نه دي اخیستي او نور ډېر کارونه یې کړي – هغوی ته څوک څه نه وايي.))

د پاکستان اپوزېشن ګوندونه په ځانګړې توګه تحریک انصاف له هغه وروسته د حکومت پرضد راپورته شو چې تېر کال په پاناما اسنادو کې د نواز شریف د دوو زامنو نومونه په ډاګه شو.

د اپوزېشن ګوندونه د نواز شریف پرضد سپریم کورټ ته ولاړل او سپریم کورټ په دې اړه د پلټنو لپاره یو ګډه پلټڼیزه ډله جوړه کړه.

سپریم کورټ یادې ډلې ته دنده وسپارله چې په دوو میاشتو کې به پلټنې کوي او رپوټ به سپریم کورټ ته سپاري.

ګډې پلټنیزې ډلې په ټاکل شوې دوه میاشتنۍ موده کې د تر سره کړو پلټنو رپوټ د جولايي پر لسمه نېټه سپریم کورټ ته وړاندې کړ.

سپریم کورټ د جولايي تر ۲۱ نېټې د نواز شریف د زامنو حسن نواز ، حسېن نواز ، لور مریم نواز او د هغې د خاوند کېپټن صفدر د وکیلانو دلیلونه واورېدل او خپله پرېکړه یې خوندي کړه.

د جسټس اعجاز افضل خان په مشرۍ کې د سپریم کورټ پنځه کسیزې جرګګۍ د جولايي پر ۲۸مه خپله پرېکړه واوروله.

د سپریم کورټ د دې پرېکړې له مخې نواز شریف د وزیراعظمۍ لپاره نا اهله شو او ورسره د خزانې وزیر اسحاق ډار هم نا اهله وګرځول شو.

د دې تر څنګ سپریم کورټ د پاکستان د احتساب قومي ادارې ته امر وکړ چې د وزیراعظم او د هغه د کورنیو د غړو پرضد مقدمه درج کړي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG