د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا ایرانیو بېړیو ته د خبرداري اورینې ګولۍ ویشتلې دي


پراګ - د امریکا بحري ځواک ویلي، په فارس خلیج کې یې د ایراني انقلاب ساتونکي ځواک بېړیو ته د خبرداري په توګه اورینې ګولۍ ویشتل ((محفوظ او مسلکي)) کار وو.

د امریکا بحري ځواک چارواکو د شنبې یا خالي پر ورځ وویل، د دوی یو هیلي کاپټر په نړیواله فضا کې الوت او څار کاوه چې ویې لیدل د ایران یو شمېر په توغندیو بار بېړۍ په تېز رفتار د امریکايي هغې لورې ته ورروانې وې.

چارواکي وايي، له ایرانیو بېړیو سره یې اړیکی ونیو، خو هغوی ځواب ورنکړ. نو دوی بېړیو ته د خبرداري لپاره اورینې ګولۍ وویشتې.

امریکايي چارواکي وايي، د همدې خبرداري له کبله، ایرانۍ بېړۍ د امریکايي هغو لوري ته ورنغلې.

خو د ایران انقلاب ساتونکي ځواک په خپل یوه بیان کې ویلي، د دوی بېړۍ د رسالت په نوم د تېلو او ګیس له مرکز سره نېږدې وې چې دا پېښه وشوه.

دوی د خبرداري په موخه د امریکايي ځواک اورینو ګولیو ویشتل ((نامسلکي او پاروونکی)) کار بللی دی.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG