د لاسرسي ځای

د پښتو ژبې تکړه شاعر او نثر لیکونکی سیف مومند د شاوخوا ۵۰ کلونو په عمر د ورپيښې ناروغۍ له کبله تېره شپه مړ او د جولايي پر ۲۸مه په خوست کې د ګلزار اکا په سیمه کې خاورو ته وسپارل شو.

د سیف مومند د جنازې په مراسمو کې سلګونه ځايي اوسیدونکو، فرهنګیانو،
دیني عالمانو او قومي مخورو برخه اخیستې وه.

سیف مومند پلرنی ټاټوبی ننګرهار وو، خو مور يې د خوست وه، په همدې ولایت
کې زیږیدلی او لوی شوی وو او اوس هم د خپلې کورنۍ سره یو ځای د خوست د
متون په سیمه کې اوسیده.

په مهاجرت کې د نوموړي کورنۍ د شمالي وزیرستان په میرانشاه کې وه او په
هغه سیمه کې د پاکستان د پوځ تر عملیاتو وروسته خواوشا درې کاله وړاندې
خوست ته راکډه شو.

سیف مومند نږدې درې لسیزې په میرانشاه کې د وحدت ادبي ټولنې مشر وو او په
هغه سیمه کې د ادبي او کلتوري هڅو له بنسټ اېښودونکو څخه شمېرل کېده، ده
فصیحه ژبه درلوده او سټیج چلوونې يې ډېر مینه وال درلودل.

د نوموړي یوه د شعرونو او یوه د نثري لیکنو ټولګې چاپ شوي، خو یو زیات
شمېر ناچاپه اثار هم لري.

د خوست لیکوال او ژورنالیست نوراجان بهیر د سیف د ادبي هڅو په باب وايي ،
سیف مومند د دې سیمې یو خاص نوم وو، د کاروان صیب په هڅو او د ده په
ملګرتیا په میرانشاه کې وحدت ادبي ټولنه جوړه شوه او بیا وروسته چې وحدت
صیب پيښور ته ولاړ نو د هغې ټولنې مشرتوب ده ته ورپاتې شو، د ده کاروبار
ادبي نه وو، خو د ده هغه دیره ادبي دیره وه، ده ته به فرهنګیان ورتلل او
لده به يې د خپلو شعرونو اطلاح غوښته او د خپلې نثر لیکنې اطلاح به يې
غوښته.

شاعر او کره کتونکی فریدالله قربان وايي، سیف مومند نه یوازې یو ښه شاعر
او نثرنګار وو، بلکې تر څنګ يې د ادب د خوریدا او غوړیدا لپاره هم ډېرې
هڅې او کوښښونه کړي دي.

فریدالله قربان زیاتوي ، سیف مومند صیب رښتیا هم ستر انسان وو، په ځانګړي ډول په شعر او ادب کې خدای پاک ډېره ستره پوهه ورکړې وه، خپله يې ښه شاعري کوله، ښه نثرنګار وو، دی شعري ټولګه لري د دې تر څنګ يې د نثر یو کتاب چاپ شوی دی، ده په ځانګړي ډول د ادب د خوریدا او غوړیدا لپاره بیخي نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کړي دي، اوس به هم د خوست په غونډو کې دی حاضر وو، هلته به يې لکچرونه ورکول، د مثال په ډول دی د تصوف په مسایلو بار بار غږیده او دا ډېره مهمه موضوع وه.

د خوست یو بل ځوان شاعر او نثر لیکونکی ساده حیدرخېل وايي، سیف مومند
په میرانشاه کې د ګاډو تیل خرڅول، خو د تیلو دا دوکان د شاعرانو، لیکوالو او فرهنګیانو په یوه دیره بدله شوې وه او ډيریو خپرندویه ټولنو خپل نوي
چاپ شوي کتابونه د ده دوکان ته رالیږل.

ساده حیدرخېل زیاته کړه چې ، استاد مومند دې خدای وبخښي په ځانګړي ډول په میرانشاه او شمالي وزیرستان کې د یو ادبي لارښود حیثیت يې لاره، زه لا ماشوم وم چې د دوی سره مې پېژندګلوي شوې وه، د ده دکان ته به شاعران او لیکوالان راتلل، د نظریاتو او خیالاتو تبادله يې کوله او ده به يې ټوله ورځ په ورین تندي هرکلۍ کاوه. ځوان شاعر رحیم سکندر د سیف مومند په فصاحت، بلاغت او ویاندویی خبرې کوي، دی تقریباً دېرش کاله سټیج چلوونکی پاتې شوی دی، ده هغسې ویاندويي کوله چې بل چا نشوای کولای، ده به چې څوک سټیج ته راغوښته زیات القاب ورته یاد وو، ده ډېره فصیحه او بلیغه وینا هم کولای شوه، قوي حافظه يې درلوده، ډېر لغات ورته یاد وو او د لغاتو ريښې يې پېژندې.

عارف ځدراڼ په شعر او نثر لیکنه کې د سیف مومند له شاګردانو څخه دی او په
میرانشاه کې يې له اوږدو کلونو ورسره پيژندګلوي وه. نوموړی د سیف مومند په تړاو وايي ،مومند صیب د ښه شعر تر څنګ ښه نثر هم لیکه، زه به دومره ووایم چې د وزیرستان او میرانشاه د ادبي چوکاټ بنسټګر دی وو، د ده په شعر کې یو ډول طنز هم وو.

د سیف مومند په جنازه کې د خوست یو تن وتلي عالم مولوي عبدالرحیم بلالي
په خپل وعظ کې وویل، مومند نوی خوست ته راغلی، په کرايي کور کې اوسیده،
بې وسه وو، خو پدې ځای کې د خلکو او روڼ اندو دې ډېرې ګڼه ګوڼې وښوده، چې
سیف مومند د ښه شهرت او ستر محبوبیت څخه برخمن وو.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG