د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال خان د وژنې د مقدمې اورېدنه هريپور جېل ته ولېږل شوه


پېښور های کورټ نن (پنجشنبه) امر وکړ چې د مردان د عبدالولي خان پوهنتون د وژل شوي زده کوونکي مشال خان د وژنې د قضیې اورېدنه دې له مردانه هريپور جېل ته ولېږل شي. د مشال خان پلار څه موده وړاندې عدالت ته خواست کړی و چې په مردان کې د دوی د کورنۍ غړي او وکیلان له خطر سره مخامخېدای شي نو د قضيې اورېدنه دې په بل کوم محفوظ ځای کې وشي.

پېښور های کورټ
پېښور های کورټ

په دې لړ کې تېره اورېدنه د جولای پر ۲۰مه شوې وه چې پېښور های کورټ د خېبر پښتونخوا له صوبايي حکومته هم په دې اړه جواب غوښتی و. د پښتونخوا د کورنيو چارو محکمې نن (پنجشنبه) عدالت ته وویل چې په هريپور جیل کې به د ټولو اړونده کسانو امنيت باوري ګرځوي نو نو دوی د مقدمې پر انتقالولو اعتراض نلري.

له دې وروسته د پېښور های کورټ چيف جسټس یحیا اپريدي حکم ورکړ چې د اېبټ اباد ترهګرۍ ضد عدالت به په هري پور جيل کې اوس د دې مقدمې اورېدنه کوي.

مشال خان د روان کال د اپرېل پر ۱۳مه نېټه د عبدالولي خان پوهنتون مخ ته بلوه ګرو مذهب ته د سپکاوي په تور لومړی په ډزو او وروسته په وهلو ټکلو وواژه. خو وروسته پوليسو او ګډې پلټنيزې ډلې وويل چې مشال خان مذهب ته سپکاوی نه و کړی او هغه د يو سازش له مخې وژل شوی دی. د دې پېښې په تړاو پوليسو تر اوسه ۵۴ تورن کسان نيولي دي چې پکې پر زده کوونکو سربېره د پوهنتون کارکوونکي هم شامل دي.

د مشال خان پلار محمد اقبال
د مشال خان پلار محمد اقبال

د مشال خان پلار محمد اقبال مشال راډيو ته ويلي چې هغه له عدالته د انصاف غوښتنه کوي. ((زه وايم چې په دې مقدمه کې انصاف وشي. تر څو به خلک داسې وژل کيږي. نن يو مشال ووژل شو، سبا به بل مشال وژل کيږي. پکار ده چې ټول روشن فکره خلک په دې اړه خپل غږ پورته کړي.))

بلخوا د جولای پر ۱۲ مه نېټه د محمد اقبال يو وکيل سليم خان مشال راډيو ته ويلي و چې اقبال وايي که په مقدمه کې ورسره انصاف ونشو نو هغه به سره د خپلې کورنۍ په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته احتجاجي ناسته کوي.

XS
SM
MD
LG