اسلام اباد کې د فاټا اصلاحاتو په اړه غونډه وشوه
په اسلام اباد کې د چارشنبې په ورځ د غېرسرکاري ادارې سي جي پي ای لخوا د فاټا اصلاحاتو په اړه يوه غونډه وشوه چې پکې د حکومتي کمېټۍ لخوا په قبايلي سيمو کې د اصلاحاتو په اړه راپور باندې بحث وشو. پر دې مهال ګډونوالو وويل چې يو کال د تیرېدو وروسته هم پر فاټا اصلاحاتو عمل نه کېدل ښايي حکومت په دې اړه سنجيده نه دی. په دې اړه د محمد عمران ویډیو وګورئ.