د لاسرسي ځای

د قبايلي سيمو قدرتي افتونو د نظم ادارې (ایف، ډي، ایم، ای) چارواکي وايي چې د جنوبي وزیرستان د بې کوره شوو خلکو د واپسۍ وروستئ مرحله د جولايي په پنځه ويشتم تاريخ پيليږي چې د اګست تر پنځمې پورې به دوام ولري.

په پېښور کې د دې ادارې مرستيال مشر، عادل ظهور مشال راډیو ته د دوشنبې په ورځ (د جولايي په څلوروېشتمه) وویل چې د جنوبي وزیرستان د پوځي عملياتو او جګړو دلاسه بې کوره کړل شوې ۳۴۰۰ کورنۍ خپلو سيمو ته استوي. د پاکستان پوځ په جنوبي وزیرستان کې په ۲۰۰۹ کال کې د وسله والو پر ضد د راه نجات په نوم عملیات پېل کړل چې له وجې يې په لکونو خلک بې کوره شول. دوی کې ډېر يې د خېبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې اوسيږي.

زموږ کور مکمل ويجاړ دی. يوازې څلور ديواله يې لږ پاتې دي. نو په څلور لکه روپۍ دا کور څنګه جوړ کړو؟

ظهور زياتوي چې په ټانک کې په پولیټیکل کمپاونډ کې ستنېدونکو کسانو د سهولت لپاره يو مرکز جوړ شوی دی. دلته به دې خلکو ته ټرانسپورټ برابريږي او پيسې به ورکول کيږي. نوموړی وايي: ((که څوک له ستنېدو انکار کوي نو د هغوی د بې کورۍ حیثیت به ختمېږي او حکومت به ورسره مرسته نه کوي.))

د قبايلي سيمو قدرتي افتونو د نظم ادارې په وينا د هر چا کور چې په پوره توګه ړنګ شوی، هغه ته به څلور لکه روپۍ او د چاچې لږ يا نيم کور خراب شوی، هغه ته به یو لک شپېته زره روپۍ ورکول کېږي.

د جنوبي وزيرستان خبريال نهه کاله وروسته خپله سيمه کې څه ولېدل؟

مشال راډیو سره په خبرو کې جنوبي وزیرستان ته ستنېدونکو خلکو وویل که څه هم دوی خپلو سیمو ته په بېرته تللو خوشاله دي خو د حکومت لخوا چې ورته کومې اسانۍ او روپۍ ورکول کېږي هغه پوره نه دي.

ځيني خلک شکايت کوي چې په څلور لکو روپۍ کور نه جوړيږي نو ځکه اوس هم ډېر ستانه شوي ځايي اوسيدونکي په خېمو کې ژوند کوي. رحمت مسود وايي: ((زموږ کور مکمل ويجاړ دی. يوازې څلور ديواله يې لږ پاتې دي. نو په څلور لکه روپۍ دا کور څنګه جوړ کړو؟ د نورو خلکو هم همدا حال دی.))

د جنوبي وزيرستان ړنګ شوي کورونه
د جنوبي وزيرستان ړنګ شوي کورونه

د پاکستان حکومت ويلي چې په جنوبي وزيرستان کې يې د بيا رغونې کارونه کړې دي. خو يو ځايي اوسيدونکی، خان زيب مسود وايي يوازې وزيرستان ته تللی سړک جوړ شوی. ((یوازې سړک خو بيا بحالي نه ده. نه د تعليم سهولت شته او نه د صحت!))

د قبايلي سيمو قدرتي افتونو د نظم ادارې مرستيال مشر عادل ظهور په دې اړه مشال ريډيو ته وويل چې دوی ځيني پرمختيايي کارونه کړې او ځيني نور به وخت نیسي.

XS
SM
MD
LG