د لاسرسي ځای

د افغانستان په ننګرهار ولايت کې د عامي روغیتا چارواکي وایې د واکسینو په تازه کمپاین کې به بیا هم د نا امنۍ له امله شاوخوا ۱۳ زره ماشومان دپولیوله واکسینو بي برخې پاتې شي. دغه څرګندونې د عامې روغتیا سرپرست مرستیال ډاکټر میرویس شاهین د یکشنبې په ورځ (جولايي ۲۳) د پوليو واکسینو د درې ورځينی کمپاین په پرانست غونډه کې په جلال اباد کې وکړې.

نوموړي وویل په هغو سیمو کې چې د دولت وسله وال مخالفين فعاله دي هلته د واکسینو کمپاین ستونزمن دی: ((تقریبا د دیارلس زرو په شاوخوا کې له پينځو کلونو کم عمره ماشومان به د پولیو واکسینو څخه پاتې شي. دا ماشومان پچیر اګام، کوټ او د شیینوارو ولسوالیو په ناامنو ځینو سیموکې دي.))

نوموړي وويل په پام کې لري چې له دې ناامنو سیمو پرته نور په ټول ولایت کې خوا او شا اووه لکه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړي.

په همدې حال کې ديني علما وايي د پولیو واکسین د اسلام له نظره هیڅ ډول ستونزه نه لري او دا د ماشومانو حق دی چې د هغوی د ښې راتلوونکې لپاره واکسین شي. د مولوی ګل نبي په نامه يو ديني عالم وايي: ((واکسين خو هر ماشوم ته د دې لپاره ضروري دي چې د پولیو له ناروغۍ وژغورل شي.))

يو بل ديني عالم، مولوي عزيزالرحمن وايي چې له ناروغيوو څخه د ځان ساتلو لپاره بايد دلېلونو ته ضرورت نه وي. هغه زياته کړه: ((دا واکسین هیڅ ضرر نه لري او نه يې هم اسلام منع کوي. که څوک په دې اړه څه شک يا پوښتنه لري، موږ حاضر يو چې اندېښنې يې ځواب کړو.))

د روغتيا ریاست د معلوماتو له مخې تر اوسه په ننګرهار کې د پولیو وایروس کومه پېښه نه ده ثبت شوې خو په اوبو کې د پولیو وایروس ښکاره شوی دی.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG